په جوزجان کې د سلام‌وطندار خبریال ذکرالله یزداني د طالبانو له لوري د بریدونو ډېروالي او د یوشمېر ولسوالیو نیول کېدو ته په کتو د یوه سرتېري د زړه خبرو را اخیستو لپاره یوې داسې سیمې ته تللی چې د ودانیو پر دېوالونو یې د جګړې او ناامنۍ نښې له ورایه ښکاري.

هغه چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی، له سرتېري سره د لیدو کیسه داسې کوي: پر وضعیت د پوهېدو لپاره مې د جګړې په کرښه کې له یوه سرتېري سره د لیدو ژمنه وکړه، خو د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ څو ساعته جګړه لامل شوه چې پر خپل وخت ورسره ونه ګورم.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جګړه یوه شېبه ودرېده او ما هم له یاد سرتېري سره ولیدل. دغه سرتېري وویل چې زمان‌الدین نومېږي او د بغلان د اندراب اوسېدونکی دی. هغه غنمرنګی دی او د یوه زرې ټانګ ترڅنګ ولاړ دی. نوموړی وايي، د وطن د دفاع لپاره به تر وروستۍ سلګۍ د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.

زمان‌الدین وايي، افغان ځواکونه د هېواد او خلکو د ساتنې لپاره چمتو دي، خو هوايي ځواک یې باید مرسته وکړي او پر طالبانو فشار زیات کړي؛ ځکه په خبره یې، سرتېري باید شاتګ ته اړ نه شي او نه هم دې ډلې ته د وسلو او تجهیزاتو د په لاس ورتلو چانس ورکړل شي.



د دغه سرتېري خواشینې څېره او دردوونکې خبرې ښيي چې افغان ځواکونه له ملاتړ او امکاناتو پرته په سنګر کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. زموږ خبرې لا روانې وې چې طالبانو بیا پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل. بیا هم څو ساعته په یوه انګړ کې په تمه شوم چې پر دېوالونو یې د مرمیو باران و.

زما‌ن‌الدین د طالبانو له پر شا تمبولو وروسته بیا خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل چې ډېر کله یې د هوايي ځواک نه رسېدو له کبله خپل ملګري له لاسه ورکړي دي.

هغه پنځه بچیان لري، خو نه غواړي ژر کور ته ولاړ شي. نوموړی وايي، یوه سرتېري ته خپل هېواد او خلک تر کوره لومړیتوب لري؛ ځکه په وینا یې، طالبان د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي او هغوی یې کډه کېدو ته اړ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

زمان‌الدین په هېواد کې د طالبانو له لوري روانه جګړه بې‌ځایه بولي او له دې ډلې غواړي چې د نورو د ګټو لپاره خپله جګړه ودروي او نور دې د کونډو، یتیمانو او بې‌سرپرسته ماشومانو شمېر چې یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي، نه زیاتوي.

زموږ خبرې لا پای ته نه دي رسېدلي چې سرتېرو پر خپل وخت د مرستې نه رسېدو له کبله شاتګ کړی دی. زمان‌الدین خواشینی کېږي او وايي، په لږ ملاتړ تر ټولو سختې جګړې مهارولی شي، خو دا چې پر خپل وخت مرسته نه ور رسېږي، له سرتېرۍ یې زړه ور توروي.

هغه ډاډ ورکوي چې تر وروستۍ مرمۍ پورې به د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او سر به تر هېواده ځار کړي. نوموړی زیاتوي، که څه هم طالبان یې پر وړاندې درنې وسلې کاروي، خو بیا هم دې ډلې ته ډېره مرګ‌ژوبله اړوي.

دا یوازې زمان‌الدین نه دی چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سرتېرو په برخه کې د دولت له بې‌غورۍ څخه سر ټکوي، بلکې د هغه په څېر ګڼ‌شمېر نور سرتېري هم له دغه وضعیته کړېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام