د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا ایوبیا سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان ښځو حقونه تامین دي او بېلابېلو برخو کې کار کوي.
عبدالکبیر دې لیدنه کې د ښځو وضعیت او د حکومت په اړه د یوشمېر رسنیو راپورونه ناسم تبلیغات بللي او زیاته کړې یې ده چې ښځې په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوختې دي او اوسنی حکومت ټولګډونه دی.
د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په بېلابېلو برخو کې پر ښځو محدودیتونه لګېدلې دي. په تازهګۍ سره د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویلي، له دې وروسته ښځې نشي کولای چې پارکونو ته لاړې شي.
دغه وزارت ویلي چې د ښځو لهخوا د حجاب نه مراعت او پارکونو کې د مېرمنو لپاره د مناسب او خوندي چاپیریال د نه چمتو کېدو له امله یې دغه پرېکړه کړې ده.
که څه هم افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو لګېدو له امله پر اسلامي امارت پراخې نیوکې شوي، خو د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي، د شریعت پليکېدو ته ژمن دي او دې برخه کې د چا فرمایشونه نه مني.
په ورته مهال د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړمن دی او دې برخه کې یې باید نړیوال لاسنیوی وکړي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافایلا ایوبیا هم دې کتنه کې افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې اروپايي ټولنه به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.