عباس ستانکزی: زده‌کړې د ملت حق دی او دروازې یې باید پرانېستل شي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل لپاره د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې یو ځل بیا هېواد کې ټولو ته د زده‌کړو پر برابرولو ټينګار وکړ. نوموړي د سرپرست حکومت پر مسوولانو هم غږ وکړ چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او په وینا یې، ولس سره دې نږدې پاتې شي.

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا ایوبیا سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان ښځو حقونه تامین دي او بېلابېلو برخو کې کار کوي. د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په بېلابېلو برخو کې پر ښځو محدودیتونه لګېدلې دي.