Asset 1SWN

عباس ستانکزی: زده‌کړې د ملت حق دی او دروازې یې باید پرانېستل شي

991747-stanikzai-1

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل لپاره د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې یو ځل بیا هېواد کې ټولو ته په مساوي توګه د زده‌کړو پر برابرولو ټينګار وکړ.

شېرمحمد عباس ستانکزي وویل چې زده‌کړې د ملت حق دی او دروازې یې باید پرانېستل شي. نوموړي د تېر په څېر یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې هېوادونه په علم پرمختګ کوي او اړتیا ده چې هېواد کې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت بیا واک ترلاسه کړی، هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو محرومې دي.

که څه هم د پوهنې وزارت او د سرپرست حکومت یو‌شمېر لوړپوړو چارواکو په وار وار هېواد کې د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانېستلو په اړه ډاډ ورکړی، خو تراوسه دغه کار نه دی شوی.

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز دې غونډه کې ټينګار وکړ چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي، څو هېواد له روانو ستونزو او ناخوالو راووځي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

نوموړي د سرپرست حکومت پر مسوولانو هم غږ وکړ چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او په وینا یې، ولس سره دې نږدې پاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام