نن د سلواغې څلورمه او د جنوري ۲۴مه چې د زده‌کړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان یا یونسکو داسې مهال دا ورځ افغان نجونو ته ځانګړې کړې چې اسلامي امارت هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړلې دي.

په همدې حال کې افغان نجونې وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم له زده‌کړو بې‌برخې شوي او اوس هېڅ هیله نه لري چې بیا به لاسرسی ورته ومومي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې د یوه دولتي ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکې ظریفه وايي: «له بده مرغه دوه کاله کېږي چې له زده‌کړو پاتې یوو او همدا د ښوونځیو تړل کېدو مو پر اروا منفي اغېز کړی دی.»

د ښوونځي یوې بلې زده‌کوونکې هم سلام‌وطندار ته ویلي: «دا چې اسلامي امارت ورځ تر بلې پر نجونو او ښځو محدودیتونه ډېر کړي او نجونې هېڅ هیله نه لري چې اسلامي امارت به د ښوونځیو دروازې پرانېزي.»

بله‌خوا د ښوونځي ښوونکې بصیره شېرزاد وايي، افغان نجونو ته باید د زده‌کړو نړیوالې ورځې په مناسبت تسلیت وویل شي؛ ځکه په خبره یې، دوی هېڅ ډول زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د زده‌کړو نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې پر اسلامي امارت غږ کړی چې د افغان نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.

هغه پر ټویټر لیکلي: «زه له طالبانو غواړم چې افغانستان کې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو او پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي.»

د ښځو حقونو فعالانې بیا پر ملګرو ملتونو نیوکه کوي چې پر افغان نجونو او ښځو د لګېدلیو محدودیتونو د لرې کولو لپاره عملي ګامونه نه‌دي اوچت کړي او مسوولان یې یوازې ټویټونه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي وايي: «که ملګري ملتونو د افغان نجونو زده‌کوونکو لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي وای، لږترلږه په دوو کلونو کې به د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانېستل شوې وې، خو له بده مرغه ملګري ملتونه له ټویټ او خبرپاڼې پرته بل کار نه‌دی کړی.»

اسلامي امارت بیا په رسمي دول د دغه راپور تر لیکلو پورې د زده‌کړو نړیوالې ورځې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې تل ټینګار کړی چې افغان نجونو ته د زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال برابروي او ښوونیز نصاب به هم بدلوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام