ملګرو‌ملتونو د جنسیتي برابري او عامه پوهاوي لوړولو په هدف د اکټوبر ۱۱مه د کوچنیو نجونو نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش نن سه‌‌شنبه د اکټوبر پر یوولسمه چې د کوچنیو نجونو نړیوالې ورځې سره برابره ده، افغانستان کې له ښوونځیو څخه د نجونو پر محرومیت اندېښنه ښودلې ده.

ګوټرېش د کوچنیو نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت اسلامي امارت څخه غوښتي چې ټولو نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

انټونیو ګوټرېش پر ټویټرپاڼه لیکلي: «زه افغانستان کې له ښوونځیو څخه د نجونو محرومېدو سخت اندېښمن کړی یم. دا خپله د نجونو او افغانستان لپاره چې د هغوی انرژۍ ته اړتیا لري، په زیان ده. په دې ورځ یو ځل بیا غواړم چې اسلامي امارت نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.»

د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف له ټولو غوښتي چې د «هره نجلۍ د تحصیل حق لري» په شعار ورکولو سره له دغې ورځې څخه نمانځنه وکړي.

د افغانستان لپاره د یونېسف د اړیکو رییسه سام مورت له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو زده‌کوونکو وضعیت څخه اندېښنه ښيي او سلام‌وطنادر ته وايي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري. یونېسف وايي، افغانستان کې نجونو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل: «مونږ له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړلي پاتې‌کېدو په اړه اندېښنه لرو. افغانستان یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې په‌کې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري. مونږ تل افغان نجونو څخه ملاتړ ته دوام ورکوو او د ښوونځیو پرانېستو لپاره یې هڅې کوو.»

په همدې حال کې یوشمېر کورنۍ اسلامي امارت څخه غواړي چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیزي. نازنین یوه له هغو مېندو څخه ده چې دامهال یې لور ښوونځي ته نه‌شي تللی.

هغه اسلامي امارت څخه غواړي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي. نوموړې زیاتوي چې هر ټولنه، ښځینه ډاکټرې، پولیسې او مسلکي کسانو ته اړتیا لري او اسلامي امارت باید د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

 له دې سره یوشمېر نجونې د نجلۍ نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، افغان ټولنه کې د نجونو پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي دي.

نرګس وویل: «پر موږ ډېر محدودیتونه لګېدلي او نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي چې دا یې ابتدايي حقونه دي او موږ هم په کاري ساحه کې نشو کولای چې په سمه توګه کار وکړو.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت له لوري د لغوه شوي بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال محمد‌نعیم نظري سلام‌وطندار ته ویلي، افغانستان کې نجونې خپلو لومړنیو حقونو څخه محرومې دي، کوم څه چې تېر یوه کال کې د کم‌عمره نجونو د ودونو کچه لوړه کړې ده.

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي، افغانستان کې د کم‌عمره نجونو د واده کولو کچې زیاتوالي په اړه رپوټونه واقعیت نه‌لري او اسلامي امارت هڅه کوي چې کم‌عمر کې د واده‌کولو سطحه صفر ته راټيټه کړي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخندزاده تازه د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو رییسانو سره لیدنه کې سپارښتنه کړې چې د ښځو حقونو په اړه د هغه شپږ ماده‌ییز فرمان دې په بشپړ ډول تطبیق شي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

خاوند څخه د مهر حق اخېستل، واده کولو ته د نجلۍ رضایت او د هغې مېرمنې د ژوند مختلفو حالاتو ته لاسرسی چې خاوند یې له لاسه ورکړی او یوازې ژوند کوي، د دغه فرمان له مهمو مواردو څخه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام