د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي پرون سه‌نشبه د تلې پنځمه کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې د نجونو ښوونځیو پرانېستو پر وړاندې هېڅ شرعي ستونزه نشته او له ځنډ پرته باید خلاص شي.

نوموړي دې ناسته کې د نجونو د زده‌کړو له مخالفانو څخه غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې یو شرعي دلیل وړاندې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا دې ناسته کې بیا د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي د عباس ستانکزي څرګندونو په اشارې سره وویل چې عصري زده‌کړې مباح دي او باید وخت پرې ضایع نه کړل شي.

خو د چارو ځینې شنونکي د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال له څرګندونو هرکلی کوي او وايي چې د نوموړي غږ د افغانانو غږ دی او اسلامي امارت باید د هغه څرګندونې جدي وګڼي.

نوموړي وویل: «افغانان غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانېستل شي. ستانکزی په دې بریالی شوی چې د سولې خبرو پرمهال ښې لاسته‌راوړنې ولري. د نوموړي څرګندونې موږ د ښوونځیو بیاپرانېستو ته هیله‌مندوي چې ژر پرانېستل شي.»

له پرون راهیسې پر ټولنیزو رسنیو ګڼ‌شمېر افغانانو د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه د عباس ستانګزي له څرګندونو هرکلی کړی او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې له ځنډ پرته نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د فېسبوک‌ یوه کارونکي شرف‌الدین اریا لیکلي چې د نجونو یو کال ضایع شوی او اسلامي امارت باید له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانېستلو په اړه عملي ګامونه پورته کړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یا یوناما سرپرست پرون د امنیت شورا ناسته کې ویلي و چې د سرپرست حکومت چارواکي افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځو د تړلو پرېکړه، د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخند‌زاده پرېکړه ګڼي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام