رویټرز خبري اژانس یوه رپوټ کې ویلي چې نړیوال بانک د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو په غبرګون کې، افغانستان کې د څلورو سترو پروژو پلي کول ځنډولي دي. د دې پروژو ارزښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، نړیوال بانک د اسلامي امارت له خوا د نجونو ښوونځیو پر تړلو اندېښنه ښوودلې او څرګنده کړې چې د افغانستان د بیارغونې صندوق له لارې د تمویل ټول فعالیتونه په دغه هېواد کې خدماتو ته د نجونو او مېرمنو پر لاسرسي مشروط دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې وه، دا پروژې د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا تمویل او د کرنې، زده‌کړو او روغتیا لپاره د ملګروملتونو د اژانسونو له خوا چمتو او اجرا شي.

نړیوال بانک ټینګار کړی، چې دا څلور پروژې هغه وخت د افغانستان د بیارغونې مرستندویه ته ورکول کېږي، چې «نړیوال بانک او شریکان یې ډاډه شي، چې د پروژو موخې ترلاسه کېدای شي.»

نړیوال بانک چې د افغانستان د بیارغونې صندوق د پیسو ازادولو په اړه یې ګام پورته کړ، وویل، اصلي تمرکز يې د ښځو او نجونو پر ټولنیز ګډون څرخي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې وه د منځنۍ او لېسې دورې د نجونو ښوونځي له میاشتو ځنډ وروسته د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره بېرته پرانیستل شي، خو د پوهنې وزارت وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي.

د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه راپورته کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام