د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) مشر اخیم شټاینر د سه‌شنبې په ورځ کابل کې په یوه خبري غونډه کې د اسلامي امارت له مشرانو څخه وغوښتل چې د نجونو ( له شپږم پورته نجونو زده‌کوونکو) د متوسطه او عالي لېسو د پیل په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) مشر په تېرو شلو کلونو کې د رسنيو او د بيان د ازادۍ وده او فعاليت يوه ستره لاسته راوړنه بولي او پر ساتنې يې ټينګار کوي. دغه‌راز،  هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د بندیزونو په لګولو سره دې د بیان او رسنیو پر ازادۍ محدودیتونه نه لګوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام رییس افغانستان سره د پراختیایي مرستو ژمنه وکړه او په ټول هېواد کې یې د بشري مرستو پر رسولو ټینګار وکړ.

اخیم شټاینر پرون د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ښځو د لاسي صنایعو د نندارتون په پرانیست غونډه کې د هېواد په شمال کې له سوداګرو مېرمنو سره د مرستې په موخه له اسلامیک ریلیف بنسټ سره د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې  له څو میاشتو ځنډ وروسته ټاکل شوې وه د وري میاشتې په درېمه د چهار شنبې په ورځ ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، خو د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په هماغه ورځ اعلان وکړ چې منځني ښوونځي او د نجونو لیسې به تر بېل خبرتیا پورې تړلې وي. دې پرېکړې د هېواد په دننه او بهر کې  پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په دې وروستیو کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د زده‌کړو له حق څخه د نجونو محرومول د افغانستان د ټولنیزې بیارغونې او اقتصادي ودې پر امکاناتو خورا پراخې اغیزې لري، او نړیواله ټولنه دې له اسلامي امارت سره په خبرو کې د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي او دا موضوع دې خپله سره کړښه وګرځوي.

دغه سازمان پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت له لوري د افغاني قانون، شرعیت او فرهنګ په نامه د ښځو او نجونو د حقونو د محرومولو لپاره یوه پخوانۍ دسیسه ده. د راپور له مخې، دا د نه منلو وړ توجیه او له زده‌کړو څخه د نجونو د حق اخیستل ښکاره نقض ده چې د میلیونونو نجونو پر راتلونکي سیوری اچوي.

په سویلي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان مدیر یمیني میشرا ویلي اسلامي امارت باید له ځنډ پرته نجونو ته چې په هر عمر کې وي اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شي  او « د خپل تبعیضي چلن مخته وړلو لپاره پلمه پرېږدي.» هغه د اسلامي امارت د سیاستونو پر وړاندې د ښځو د  اعتراضونو ستاینه کړې او ویلي چې ښځې او نجونې په افغانستان کې یوې هیلې لپاره جنګېږي او نړیواله ټولنه نه باید په دې حساسو شرایطو کې هغوی یواځې پرې‌دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړې چې زده‌کړه د ټولو اساسي بشري حق دی چې اسلامي امارت د افغانستان د اوسني چارواکو په توګه مکلف دي چې دا موضوع رعایت کړي. نوموړي ټینګار کړی، هغه سیاستونه چې اوس اسلامي امارت مخته وړي، تبعیضي، غیرعادلانه او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې» دی.

دغه‌راز، په راپور کې راغلي: « داسې ښکاري چې اسلامي امارت ورو ورو د ۱۹۹۰ لسیزې په څېړ خپل ځپونکي سیاستونو ته روان دی هغه مهال چې د نجونو ټول ښوونځي تړلي وو او ښځې په عمومي ځایونو کې د حضور اجازه نه درولوده.» د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې له اسلامي امارت سره دې په خبرو کې د ښځو او نجونو د زده‌کړې موضوع ته لومړیتوب ورکړي او هغه دې خپله سره کرښه وګرځوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام