رویټرز د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې متحده ایالاتو د اسلامي امارت د سرپرست حکومت لخوا د نجونو د ښوونځیو د تړلو د پریکړې په غبرګون کې له دې ډلې سره پلان شوې غونډې لغوه کړې.

د دې خبري اژانس په وینا، ټاکل شوې وه دا ناسته د راتلونکې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې پر اقتصادي مسایلو او د دوه اړخیزو ګټو پر موضوعاتو جوړه شي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د خبرو لغوه کول د دې ښودنه کوي چې د بشري حقونو په برخه کې د اسلامي امارت وروستي کړنې په مستقیم ډول له اسلامي امارت سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې پر لېوالتیا اغېز کولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند رویټرز ته ویلي چې د اسلامي امارت وروستی پرېکړه ناهیلې کوونکی او د نه پوهېدو وړ بدلون دی او همدارنګه د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته د هغې ژمنې څخه په شاه کېدل دي چې له افغانانو او نړېوالې ټولنې سره یې کړې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ویلي: « موږ خپل ځینې تعاملات لغوه کړل لکه په دوحه کې طر حه شوې ناستې او په ښکاره مو اعلان کړی چې دا پرېکړه زموږ په ښکیلتیا کې یو احتمالي بدلون دی.»

په همدې حال کې درېو باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي چې ټاکل شوې د امریکا د حکومت او اسلامي امارت ترمنځ د لېدنو لړۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د غونډې په څنډه کې ترسره شي. دغو سرچینو زیاته کړې چې ټاکل شوې وه په ځینو ناستو کې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوال بانک استازي هم حضور ولري.

د رویټرز د راپور له مخې، دا خبرې د افغانستان د مرکزي بانک د خپلواکۍ او د افغانیو د بانکنوټونو د چاپ په اړه د بحث لپاره پلان شوې وې.

د راپور پر بنسټ، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند تایید کړې چې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په ګډون د اسلامي امارت یو پلاوی دوحې ته د سفر انتظار باسي. یوې ډیپلوماټیکې سرچینې رویټرز ته ویلي، هغه قطري الوتکه چې ټاکل شوې وه د اسلامي امارت پلاوی دوحې ته انتقال کړي، کابل ته نه ده راغلې.

د اسلامي امارت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې وه چې د نجونو ښوونځي له اوو میاشتو تړل کېدو وروسته د وري میاشتې په درېمه د چهارشنبې په ورځ په ټول هېواد کې بېرته پرانیستل شي، خو د پوهنې وزارت په همدې ورځ اعلان وکړ چې د نجونو متوسطه او لېسې به تر بل خبرتیا پورې تړلي وي.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي و، هرکله چې د ښوونځیو یونیفورم له شریعت او افغاني کلتور سره سم جوړ شي، یاد شوي ښوونځي به د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم پیل شي.

د نجونو د ښوونځیو تړل پاتېدل په کور دننه او بهر کې له پراخو منفي غبرګونونو سره مخ شو. د ۱۶ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانې پرون په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، په دې اعلامیه کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه دې خپله وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي او ټولو ته دې د زده‌کړو په برخه کې یو ډول او مساوي زمینه برابر کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام