د میدانوردګ چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته د ځاني زیان سربېره، درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د یاد ولایت مرکز میدانښار کې د ولایتي ادارې او موسسو له لوري له زیانمنو شویو کورنیو سره د بېړنۍ مرستې په موخه جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس فیضالله جلالي وویل، اورښتونو په مرکز میدانښار، جلرېز، نرخ، چک، دایمیرداد او سیداباد ولسوالیو کې د سرځان سربېره، درانه مالي زیانونه ورته اوښتي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جلالي زیاته کړه، د اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۵کسان ته مرګژوبله اوښتې، لسګونه هستوګنیز کورونه نړېدلي، ۶۰ لوي او واړه څاروي لهمنځه تللي او شاوخوا ۴۰۰جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه تللي دي.
نوموړي په میدانوردګ کې پر کورنیو او نړیوالو موسسو غږ وکړ چې د وروستیو اورښتونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
جوړې شوې ناستې ته د یوشمېر کورنیو او نړیوالو موسسو استازو هم ډاډ څرګند کړ چې خپلو اسانتیاو ته په کتو به د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړې.