هېواد کې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ګڼشمېر داسې کسان شته چې کلونه کلونه د ناروغۍ پر بستر پراته دي او د درملنې توان نهلري.
خالالدین چې د خپلې کورنۍ یوازینی نارینه سرپرست دی او د کابل ښار یوه څنډه کې اوسېږي، له تېر یو نیمکال راهیسې له ورته برخلیک سره مخ دی.
خالالدین سلاموطندار ته وايي چې د ناروغۍ له کبله یې د سترګو دید له لاسه ورکړی او د ځان د درملنې توان نهلري. هغه د نهه کسیزې کورنۍ سرپرست دی.
هغه زیاته کړه چې کابل کې یوه خصوصي روغتون د ده د درملنې لپاره د ۱۰۰زره افغانیو غوښتنه کړې چې په وینا یې، هڅه کوي ورته برابرې یې کړي.
نوموړي وویل: «کابل د فرانسویانو روغتون راته وویل چې د درملو او بستر له لګښت پرته د عملیاتو ۱۰۰زره افغانۍ کېږي چې هغه هم تضمین راته نه کوي چې ښه به شم او که نه.»
د خالالدین د کورنۍ غړي وايي چې ژوند یې له کړاوونو ډک او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره خپل کوچني ماشومان د پلاسټیک راټولولو لپاره بهر ته لېږي.
نوموړې وویل: «دوه ماشومې نجونې څلور لارې ته لېږو چې څو پلاسټیکونه ټول کړي او موږ ته ۳۰ او ۵۰ افغانۍ پیدا کړي. نن سهار مو د یوه بوتل شربت پیسې نهلرلې، د کور خاوند ته ورغلم او ۱۰۰ افغانۍ مې ترې واخیستې.»
د خالالدین مېرمن بیا وايي چې د خاوند ناروغۍ له امله پر عصبي ناروغۍ اخته شوې او په وینا یې، له هر څه پاتې ده. هغې وویل: «څه ژوند دی چې زه یې لرم. یونیم کال کېږي چې له هرڅه پاتې یم او اوس د فکر کولو له امله راته عصبي ناروغۍ پیدا شوې ده.
خالالدین هېواد کې له میلیونونو هغو افغانانو څخه دی چې د بېوزلۍ له کبله د ناروغیو د درملنې توان نهلري او ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.
کابل کې ایمرجنسي روغتون او د روغتیا ناورین په برخه کې څېړنیز او ښوونیز مرکز یوه تازه رپوټ کې چې په کې د لسو ولایتونو له یو زر او ۸سوه کسانو سره مرکه شوې ویلي، له هرو پنځو مرکهشویو څخه یوه یې ویلي، د درملنې خدمتونو ته د نهلاسرسي له امله یې د کورنۍ یا خپلوانو څخه یو کس له لاسه ورکړی دی.
بلخوا یوشمېر هغه هېوادوال چې بېوزلۍ څخه کړېږي او د ناروغۍ پرمهال غواړي د پور په ترلاسه کولو سره خپله درملنه وکړي وايي، هېواد کې د معیاري او د باکیفیته درملنې خدمتونو نه وړاندې کول لامل شوي چې درملنه یې هم ونه شي او د پور بار یې هم پر اوږو پاتې شي.
د تخار اوسېدونکی محمدحسن چې دغه ولایت کې د پوره او معیاري روغتیايي خدمتونو نهشتون له امله یې د خپلې کورنۍ یو غړی کابل ته د درملنې لپاره راوړی وايي، سره له دې چې خپل ناروغۍ یې د ډېرو پیسو په بدل کې د کابل یوه خصوصي روغتون کې بستر کړی، خو له څو ورځو وروسته د روغتون مسوولانو ورته ویلي، د ناروغ د درملنې وړتیا یې نهلري.
نوموړي وویل:«توجه یې ونه کړه، مصرف ډېر زیات وو، مونږ یوه شپه کې څوارلس پنځلس زره افغانۍ مصرفولې، درمل مو هم باید خپله روغتون څخه اخیستي وی، پر مونږ یې ګران پلورل، وروسته پوه شولو چې روغتون څخه بهر د دغو درملو بیه ډېره کمه ده. مثلآ نورو درملتونونو کې چې به د یوه درمل بیه سل افغانۍ وه، روغتون کې به یې پر مونږ په ۱۵۰ یا دوه سوه افغانیو پلوره.»
دې سره، د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل هر وخت د خصوصي روغتونونو د فعالیت څرنګوالي څخه نظارت ته په اشارې وايي، دغه وزارت په داسې یوې طرحې کار کوي چې له مخې به یې خصوصي روغتون کې د درملنې خدمتونو د وړاندې کولو بیه کنټرول شي.
نوموړي وویل: «هدف مو دا دی چې موږ د ټولو لپاره یو طرزالعمل ولرو چې پربنسټ یې روغتونونه درجهبندي شي او فیس ورته وټاکل شي. دې برخه کې کار شوی او انشالله چې نږدې راتلونکې به وروستی شي او ټول هېواد کې به عملي شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت دامهال یوازې ۳سلنه د درملنې خدمتونه وړاندې کوي او د جدي او پرمختللو ناروغیو درملنې لپاره د روغتیايي سکتور ناتواني لامل شوې چې هره ورځ لسګونه افغانان د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي.