د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام؛ یوشمېر زده‌کوونکو پر لیکه زده‌کړو ته مخه کړې

سره له دې چې افغان نجونو د ا.ا له لوري د دوی پر زده‌کړو د بندیز په لګولو سره هیلې له لاسه ورکړي، خو اوس یې پر لیکه/انلاین زده‌کړو ته مخه کړې ده. د دغو نجونو شمېر چې په تېرو ۱۹ میاشتو کې یې د ښوونځي دروازې پر مخ تړل شوي، د پر لیکه زده‌کړو ته ډېر شوی دی.

کابل کې یو‌شمېر مېرمنو د توکو د پلور په پلمه سوال کولو ته مخه کړې

کابل کې د ا.ا له لوري د ښځینه سوالګرو له ټولولو وروسته اوس دغه سوالګرې په ځانګړې بڼه او نویو تګ‌لارو  پلازمېنه کې له خلکو سوال کوي.

دغه سوالګرې مېرمنې او نجونې د قلم، پلاسټیک او نورو توکو د پلور په پلمه د کابل ښار په بېلابېلو ګڼ‌مېشتو سیمو کې د مرستې او سوال غوښتنه کوي.

بې‌وزلي او د درملنې لوړې بیې؛ ګڼ‌شمېر افغانان کلونه د ناروغۍ پر بستر پراته وي

هېواد کې د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ګڼ‌شمېر داسې کسان شته چې کلونه کلونه د ناروغۍ پر بستر پراته دي او د درملنې توان نه‌لري.

خال‌الدین چې د خپلې کورنۍ یوازینی نارینه سرپرست دی او د کابل ښار یوه څنډه کې اوسېږي، له تېر نیم‌کال راهیسې له ورته برخلیک سره مخ دی.

د افغانستان بانک سبا یکشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د وري میاشتې په ۱۳مه نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (شنبه د ۱۴۰۲ د وري دولسمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

پاکستان کې د زکات او وړیا اوړو وېش پرمهال ۱۵ کسان مړه او ۱۹ ټپیان شوي

پاکستان کې د زکات او وړیا اوړو وېشلو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن شنبه د اپرېل لومړۍ راپور ورکړی چې پېښې د دغه هېواد د سېند او خېبرپښتونخوا ایالتونو کې د زکات او وړیا اوړو د وېش پر مهال رامنځته شوي دي.

د «ای‌پي‌اېل» لیګ لومړۍ لوبه؛ راشدخان یې غوره لوبغاړی شو

د هند د کرېکټ غوره لیګ یا «ای‌پي‌اېل» په زړه پورې سیالۍ پرون جمعه د مارچ ۳۱مه د چینای سوپر کنګز او ګوجرات ټایټنز لوبډلو ترمنځ په لوبې سره په رسمي توګه پیل شوې. په دغه لوبه کې چینای لوبډلې د «ام‌اېس ډوني» په لوبډلمشر کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې.