Asset 1SWN

پاکستان کې د زکات او وړیا اوړو وېش پرمهال ۱۵ کسان مړه او ۱۹ ټپیان شوي

96869350

پاکستان کې د زکات او وړیا اوړو وېشلو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن شنبه د اپرېل لومړۍ راپور ورکړی چې پېښې د دغه هېواد په کراچۍ او پېښور ښارونو کې د زکات او وړیا اوړو د وېش پر مهال رامنځته شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په کراچۍ ښار کې د یادې پېښې عیني شاهدانو او سیمه کې چارواکو رسنیو ته ویلي چې پرون جمعه د مارچ ۳۱مه د کیماړۍ په صنعتي او کاروباري زون کې د رنګونو د یوې کارخونې مالک د زکات وېش لپاره سلګونه کسان وربللي وو چې ډېری یې مېرمنې وې او ماشوم هم ورسره وو.

د عیني شاهدانو په وینا، یادې کارخونې ته په وربلل شويو کسانو کې د ګډوډۍ او ګڼې ګوڼې له کبله یوشمېر ښځې او ماشومان تر پېښو لاندې شوي دي.

د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې په مړو شویو کې نهه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.

په ورته مهال د یادې سیمې د پولیسو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې د دې کارخونې مالک د غونډې او امنیت نیولو لپاره له پولیسو اجازه‌لیک نه‌وو اخیستی او په وینا یې، د دغې کارخونې اووه کارکوونکي یې نیولي او د مالک د نیولو هڅې یې روانې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دویمه پېښه چې پرون جمعه د مارچ ۳۱مه په خېبرپښتونخوا کې د وړیا اوړو د وېش پرمهال د ګډوډۍ او ګڼې ګوڼې له امله رامنځته شوې، په‌کې درې کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام