Asset 1SWN

د «ای‌پي‌اېل» لیګ لومړۍ لوبه؛ راشدخان یې غوره لوبغاړی شو

357182

د هند د کرېکټ غوره لیګ یا «ای‌پي‌اېل» په زړه پورې سیالۍ پرون جمعه د مارچ ۳۱مه د چینای سوپر کنګز او ګوجرات ټایټنز لوبډلو ترمنځ لوبې سره پیل شوې.

د یاد لیګ د پیل لپاره د نورو کلونو په څېر دا ځل هم په زړه پوري مراسم نیول شوي وو چې د هند د سینما وتلو ستورو، حکومتي چارواکو برخه اخیستې وه او زرګونه مینه‌وال هم لوبغالي ته د یادو مراسمو او د لوبې نندارې ته ورغلي وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هند د کرېکټ غوره لیګ په لومړۍ لوبه کې چې د چینای او ګوجرات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ګوجرات لوبډلې د افغان ستوري راشدخان د ښې توپ‌اچوونې او توپ‌وهنې پر مټ، وکولای شوای چې بریا خپله کړي.

یاده لوبه چې د احمداباد په «نرندرا مودي» لوبغالي کې وشوه، چینای لوبډلې د «ام‌اېس ډوني» په لوبډلمشر کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

د چینای لپاره په توپوهنه کې پیلیز لوبغاړي روتراج ګایکواډ بهترینه لوبه وکړه او په ۵۰ توپونو یې ۹۲ منډې جوړې کړې. معین علي ۲۳ او شیوام ډوبې هم ۱۹ اغېزمنې منډې وکړې.

د ګوجرات ټایټنز لپاره په توپ‌اچوونه کې بیا راشدخان د تل په څېر د خپلې ښکلې لوبې ننداره وړاندې کړه او په څلورو اورونو کې یې د ۲۶ منډو په بدل کې دوه لوبغاړي وسوځول.

نرندرا مودي لوبغالي کې د چینای سوپر کنګز لوبډلې د لوبډلمشر ام‌اېس ډوني یو مینه‌وال

ټایټنز لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او د روان ای‌پي‌اېل لیګ لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د ګوجرات ټایټنز لپاره په توپوهنه کې شوبمن ګېل ۶۳ او ویجې شنکر ۲۷ منډې جوړې کړې. راشدخان په وروستیو کې د یوې شپږې او یوې څلوریزې پرمټ په درېوو بالونو ۱۰ منډې وکړې چې ورسره د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هند د کرېکټ غوره لیګ د سیالیو په لړ کې به نن ورځ او شپه دوه لوبې ترسره شي چې پنجاب کنګز به د کلکتې نایټ رایډرز او لک‌ناوو سوپر جاینټز به له ډیلي کپټلز سره لوبې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام