د اسیا ایمیرجینګ کپ سیالیو له «اې» ګروپ څخه د افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دویمه پرلهپسې بریا وه. افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې عمان ته ماته ورکړې وه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان الف لوبډلې اوس د اې ګروپ د جدول په سر کې ده. د افغانستان راتلونکې لوبه له بنګلدېش الف لوبډلې سره ده.
د افغانستان الف لوبډلې په یاده لوبه کې سریلانکا الف لوبډلې د ۲۵۳ منډو هدف ټاکلی و. د افغانستان لپاره په توپوهنه کې ریاض حسن ۸۲، نور علي ځدراڼ ۵۳ او اکرام عليخېل ناسوځېدلې ۳۴ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا الف لوبډلې د ورکړل شوي په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۱ منډې جوړې کړې او د ۱۱ منډو په توپیر یې ماته وخوړله. د سریلانکا لپاره مینوډ بهانوک ښکلې لوبه وکړه او ۱۱۹ منډې یې جوړې کړې.
سریلانکا الف لوبډلې له ټاکل شویو ۵۰ اورونو څخه یوازې ۳۸،۵ اورونه ولوبول. د افغانستان الف لوبډلې لپاره په توپاچوونه کې محمدابراهیم څلور، محمدسلیم او ضیاالرحمن اکبر دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.
افغان ابدالیان لوبډله به د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه نېټه له بنګلدېش الف لوبډلې سره لوبه وکړي.