افغان ابدالیان لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه

د اسیا ایمیرجینګ کپ سیالیو له «اې» ګروپ څخه د افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دویمه پرله‌پسې بریا وه. افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې عمان ته ماته ورکړې وه.

اقلیمي بدلون؛ روانه میاشت د دویم ځل لپاره د کابل فضا پر دوړو پوښل کېږي

نړۍ کې په ځانګړې توګه سویلي اسیا کې د اقلیمي بدلونونو پر دوام روانه میاشت دا دویم ځل دی چې د کابل فضا پر دوړو پوښل کېږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وچکالي، د ځنګلونو کمښت او د اقلیم بدلونونه د کابل هوا د ککړتیا زیاتېدو له مهم لاملونو بولي.

د ترهګرۍ ګواښ د پېښېدو ادعا؛ شنونکي: پاکستان غواړي نړۍ ته ځان مظلوم وښيي

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې افغانستان کې شته ترهګري اسلام‌اباد لپاره ګواښ دی او د دغه هېواد حکومت باید د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدو په اړه پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي. د پاکستان پوځ دغه خبرپاڼه جمعه د چنګاښ ۲۳مه بلوچستان ته د پوځ مشر عاصم منیر له سفیر وروسته خپره کړې ده.

سوېلي کوریا کې د سېلابونو له امله اووه کسان مړه شوي

سوېلي کوریا کې د دوو پرله‌پسې ورځو راهیسې د سختو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو اووه کسان مړه کړي او دوه نور لا درکه دي.

د سوېلي کوریا د کورنیو چارو او خوندیتوب وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې درې کسان د یاد هېواد په ختیځ او مرکزي سیمو کې په خپلو کورونو کې مړه شوي دي.

بلخ کې د کورش لوبغاړي: بهرنیو سیالیو کې د ګډون لپاره باید ۳۰۰۰ ډالر ورکړو

بلخ کې د کورش لوبې یو‌شمېر لوبغاړي وايي، اړ دي چې له هېواده بهر سیالیو کې د ګډون لپاره «له دوه تر درې زره ډالره» لګښت ورکړي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د حکومت له لوري د کورش لوبغاړو د ملاتړ او ویزو ورکړې د لګښت برخه کې هېڅ راز ملاتړ او همکاري شتون نه‌لري.