Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې د کورش لوبغاړي: بهرنیو سیالیو کې د ګډون لپاره باید ۳۰۰۰ ډالر ورکړو

کورش-1-q9fqp7mr0ff8b5948yyk74ulyplb42q89r37620r60

بلخ کې د کورش لوبې یو‌شمېر لوبغاړي وايي، اړ دي چې له هېواده بهر سیالیو کې د ګډون لپاره «له دوه تر درې زره ډالره» لګښت ورکړي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د حکومت له لوري د کورش لوبغاړو د ملاتړ او ویزو ورکړې د لګښت برخه کې هېڅ راز ملاتړ او همکاري شتون نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د کورش ملي لوبډلې غړي عباس عباسي سلام‌وطندار ته وویل: «موږ په ډېر زحمت سره ورزش کوو، خو له دې امله چې پیسې نه‌لرو، نشو کولای بهر ته د لوبو لپاره لاړ شو. موږ ته وايي چې د ویزې، تګ‌راتګ او خوړو لګښت باید خپله ورکړئ.»

کمزوری اقتصاد، د ورزشي وسایلو کمښت او د تمرین لپاره د مناسب ځای نشتون نورې هغه ستونزې دي چې بلخ کې د کورش لوبې لوبغاړي ورسره مخ دي.

د بلخ د ورزش او تربیت بدني ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو مسوول محمداصف عالمي دغه ولایت کې د کورش لوبغاړو ستونزې تاییدوي او وايي چې له تېر یوه کال راهیسې یادو لوبغاړو ته ځانګړي شوي امتیازونه هم نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې پرون جمعه د چنګاښ ۲۳مه د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د کورش منتخبې لوبډلو ته د غوره لوبغاړو پېژندلو په موخه سیالۍ جوړې شوې وې.

یادو سیالیو کې د مرکز مزارشریف او د یاد ولایت ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو میاشتو به له یادو سیالیو غوره شویو لوبغاړو ترمنځ د کورش ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام