د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې چارواکي وايي چې د اسیا او نړیوال المپیک په مرسته کابل کې د ښځینه ورزشکارانو لپاره د سپورټ کمپلېکس جوړوي.
د بدني روزنې او ورزش ریاست او د المپیک ملي کمېټې سرپرست رییس نظرمحمد مطمین نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د یاد ورزشي کمپلېکس لومړني کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې د رغېدو چارې پیل کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «له اسیايي او نړیوال المپیک سره مو خبرې شریکې کړي چې څنګه د ښځو لپاره یو ځانګړی کمپلېکس ولرو. هغوی راسره ژمنه کړې چې دې برخه کې همکاري راسره کوي. د دغه کمپلېکس لومړني کارونه چې پلان دی یا نور انجینیري کارونه دي، هغه مو هم پای ته رسولي، ان شاء الله چې اینده کې به یو کمپلېکس د ښځو لپاره ولرو.»
نوموړی همداراز وايي چې ورزش باید له سیاست څخه لرې وساتل شي او په وینا یې، د ورزش ځینو نړیوالو ادارو په لویو غونډو کې ورڅخه د نجونو ښوونځيو د پرانستلکېدو غوښتنه کړې او ورته یې ویلي، که داسې ونه شي، ښايي پر سپورټ هم اغېز وکړي.
نوموړي وویل: «نړیوالو تراوسه راته نه دي ویلي چې د افغانستان د ورزش اداره دې وتړل شي، خو دا ځل یې راڅخه ډېره غټه غوښتنه وکړه چې هغه زما په وس کې نه ده. دوی ویل چې د نجونو ښوونځي باید خلاص شي، که خلاص نشي ممکن پر ورزش هم اغېز وکړي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د بدني روزنې او ورزش ریاست او د المپیک ملي کمېټې رییس نظرمحمد مطمین همداراز وویل چې یوشمېر لوبغاړي له هېواد څخه بهر وتلي چې له امله یې سږکال افغانستان د ورزش په ټګر کې ځلانده نه و. د نوموړي په وینا، سږکال افغان لوبغاړو په نړیوالو لوبو کې یوازې ۱۴ مډالونه ګټلي دي.