خبریال: داوود شاه مل

د بښنې نړیوال سازمان د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت، د نړۍ ټولو دولتونو ته یو لیک استولی او په کې یې له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي او ورڅخه ملاتړ او څارنه وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان نن سې‌شنبه د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې څه باندې ۸۰ زره د بشرۍ حقونو نړیوالو ملاتړو او فعالانو دغه لیک لاسلیک‌ کړی دی. دغه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودریږي او اسلامي امارت دې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه ځواب ویونکی کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې مسووله یمیني میشرا وايي، تېرو شپږو میاشتو کې اسلامي امارت په محدودونکو سیاستونو سره، د ښځو د ګرځېدو او بیان ازادي سخته محدوده کړې او زده‌کړو او کار ته یې د نجونو لاسرسی کمزوری کړی دی. هغې زیاته کړې: «اسلامي امارت په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض ته مخه کړې او تېرو شپږو میاشتو کې یې، تېرو دوو لسیزو کې د ښځو لاسته راوړنې له منځه وړي دي.»

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې اسلامي امارت واک ته تر رسېدو وروسته، د ښځو چارو وزارت او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون منحل کړی دی. د دغه سازمان په وینا، اسلامي امارت همدارنګه دولتي ادارو او غیردولتي سازمانونو کې د ښځو د کار کولو مخه نیولې او ښوونې او روزنې ته یې د درې میلیون نجونو د لاسرسي مخنیوی کړی دی. د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې دغه ځپونکي اقدامات، د بشري حقونو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ کمېشنرې شبنم صالحي د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي: «افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو وضعیت څخه د نظارت لپاره اړتیا ده چې نړیواله ټولنه لاس په کار شي. د ملګروملتونو په مشرۍ باید یو څارنیز میکانیزم رامنځ ته شي، ترڅو د ښځو وضعیت څخه نظارت وکړي او اسلامي امارت ځواب‌ویونکی وکړي.»

د بښنې نړیوال سازمان بیانیه کې راغلي، چې تېرو دوو لسیزو کې څه باندې درې میلیون نجونو ښوونې او روزنې ته لاسرسی پیدا کړی وو او ښځې توانېدلي د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې فعاله ګډون وکړي. افغان ښځو د وکیلانو، ډاکټرانو، قاضیانو، ښوونکو، انجینیرانو، ورزشکارانو، سیاست‌والو، ورځپاڼه‌لیکونکو او د پوځ سرتېرو په توګه کار کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو اوس داسې حال کې چې نړۍ د ښځو نړیواله ورځ نمانځي، افغان ښځې او نجونې خپلو بشپړو حقونو څخه بې‌برخې دي. د دې ترڅنګ له ظلم او تاوتریخوالي سره مخ دي. دې وروستیو کې ځینې هغوی له غچ اخیستونکو بریدونو سره مخ شوي او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو ۷ میاشتې وروسته، له دې څخه وېره چې افغان ښځې د څو لسیزو لپاره مهار شي، د ورځې په یوه وحشت‌ناکه واقعیت بدل شوی دی.

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، بېلا بېلو برخو کې د ښځو پر فعالیت او حضور ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي. دې وروستیو شپږو میاشتو کې ښځو دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ده ترلاسه کړې او له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کونکې هم ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام