Asset 1SWN

پر افغان ښځو د لګېدلیو بندیزونو لرې کولو په اړه د ۲۳ هېوادونو غوښتنه

زنانافغانستان-1100x604

د ښځو د پیوستون له نړۍ‌والې ورځې سره هم‌مهاله د سیمې او نړۍ د ۲۳ هېوادونو او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، له ا.ا څخه په‌کې غوښتنه شوې چې افغانستان کې پر ښځو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

د اسټرالیا، بلجیم، بلغارستان، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بهرینو چارو وزیرانو په دې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ته د نړیوالو د پاملرنې راجلبولو ته ژمن دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د بشر حقونو ته بشپړ درناوی او د ښځو او نجونو خپلواکي او په ټولنه کې ورته د برابرې ونډې ورکول نه یوازې زموږ موخه ده، بلکې د ټولنیز نظام د جوړښت، د اقتصادي او سیاسي دستګاه پیاوړتیا او د سولې د ټینګښت لپاره یوه ستره اړتیا ده.»

په ورته وخت کې د نړیوالو مسایلو شنونکی نذیراحمد رزاقي وايي، په دې وروستیو کې د اروپايي ټولنې له لوري د اسلامي امارت پر دوو وزیرانو د بندیزونو لګول ښيي چې پر اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې بندیزونه په زیاتېدو دي. د هغه په خبره، د زده‌کړو، کار او په ټولنه کې حضور د هر وګړي لومړني حقونه دي او باید ورکړل شي.

خو د پوهنتون استاد سید شفیق‌الله سادات وايي، نړۍ اوس دې پایلې ته رسېدلې چې اسلامي امارت پر خپلو ژمنو درېدو ته لېواله نه دي.

نوموړی زیاتوي: «اسلامي امارت له میاشتو راهیسې د ملګرو ملتونو استازیو سره په ناستو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستو ژمنې کوي، خو نړیواله ټولنه اوس دې پایلې ته رسېدلې چې د خبرو او عمر ترمنځ یې توپیر شته. همدا لامل دی چې نړۍ غواړي خپل فشارونه او تحریمونه ډېر کړي.»

خو اسلامي امارت ته نږدې کس او سیاسي شنونکی سیدذکرالله هاشمي وايي، دا چې نړیوالې ټولنې تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی؛ نو خبرپاڼې، غوښتنې او غبرګونونه یې هم بې‌اغېزې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، د هېوادونو ملي ګټې توپیر لري او اسلامي امارت د هېواد په دننه او بهر کې ټولو مسایلو ته پام پرېکړې کوي.

اسلامي امارت د دغه راپور تر چمتو کولو د سیمې او نړۍ د دغو ۲۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې خبرپاڼې په اړه څه نه‌دي ویلي او نه یې هم په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ویلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام