د لوګر د امنیه قومنداني مسوولانو نن پل‌علم کې یوې خبري ناستې ته وویل، د اسلامي امارت امنیتي او کشفي ارګانونو د یاد ولایت پاسپورټ اداره کې د شوي فساد عاملان نیول شوي. د لوګر د والي مرستیال انعام‌الله صلاح الدین وویل چې د اسلامي امارت واک ته رسېدو سره سم په ټولو ادارو کې د فساد مخنیوي لپاره هڅې پیل شوي دي.

د هغه په وینا د اسلامي امارت استخبارات لاهم هڅه کوي چي په فساد ککړ کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

انعام‌الله صلاح الدین: « له دې مخکې هم فسادونه شوي دي، زمونږ په وخت کې دا کسان ونیول شول، که څه هم دغه کسانو ځان په ټکنالوژۍ کې له مونږ مخکښ بلل، خو په کلونو دغه فساد دوام وکړ، الحمدالله دا مالومات ټول شته، په ډېر کم وخت کې چې دغه جعل ترسره کولو نیول شوي دي.»

همدانګه د لوګر ولایت د امنیه قومانداني د جنایي جرمنو په وړاندې د مبارزې مدیر محمداکرم تایب وایي چې د لوګر د پاسپورټ په اداره کې د شوې فساد په تړاو تراوسه ۱۳ کسان نیول شوي چې یو شمېر یې عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپېژندل شوي هم دي.

نوموړې وویل، له نیول شوو کسانو څخه د بانک جعلي اویزونو د چاپ دستګاه، کمپیوټرونه او د بانک جعلې ټاپه هم ترلاسه شوې ده.

په همدې حال کې د نیولو شویو کسانو له ډلې وحیدالله چې پر خپل جرم يې اعتراف کړی او وایي چې زیاتو خلکو ته یې جعلې اویزونه چاپول او پیسې يې دولت ته نه بلکې ځان ته اخیستې. دوی وایي چې ځیني نور کسان هم په دې جرم کې ورسره شریک دي چې اوس تښتېدلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا  په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ځینو رسنیو وویل چې د لوګر پاسپورټ ادارې ځینو کارکوونکو ۳۰ میلیونه افغانۍ عواید تښتولي دي، خو نن د لوګر ولایت چارواکو دا خبره رد کړه او وې‌ویل چې پاسپورټ اداره کې شاوخوا ۲ میلیونه افغانۍ فساد شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام