د لوګر مرکز پل‌علم اوسېدونکي وایي چې بېګاه د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا پر فضا ناپېژنده ډرون الوتکې ګزمې کولې.

د لوګر یوه اوسېدونکي جان‌محمد سلام‌طندار ته وویل چې بېګاه شاوخوا ۱ بجه د ۲۰۳ قول اردو پر فضا څو الوتکې ګرځېدلې چې وروسته، د اسلامي امارت ځواکونو پرې د سپکو او درنو وسلو برید وکړ. د هغه په وینا، دې ډزو نږدې دوه ساعته دوام وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم دا خبر تاییدوي او سلام‌وطندار ته وايي چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو پر دغو الوتکو برید وکړ او د هغوی د ګرځېدو مخه یې ونیوله.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د دې الوتکو له‌خوا د اسلامي امارت د ځواکونو په نښه کولو ګونګوسې رد کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد په ځینو برخو کې د ناپېژنده ډرون الوتکو د ګرځېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي. څو موده مخکې د مزارشریف ښار اوسېدونکو په حیرتان بندر کې د ازبکستان هېواد اړوند د الوتکې د لېدو په اړه ویلي وو، خو دغه راپورونه تراوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام