د لوګر ولایت اوسېدونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې په لوګر ولایت کې د بې اسناده او یو کیلي موټرو په ګرځېدو بندیز ولګوي. دوی د بې اسناده موټرو له ګرځېدو په نیوکې سره وايي چې تر ډېره امنیتي او جنايي پېښې د همدې موټرو په وسیله تر سره کېږي.

لوګریان زیاتوي چې بې اسناده او یو کیلي موټرو ټرافیکي نظم ګډوډ کړی دی. د یاد ولایت اوسېدونکي وايي چې د مخکیني حکومت له سقوط وروسته هر چا خپل موټر سړک ته راویستلی او ټرافیکي نظام یې خراب کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو په لوګر ولایت کې د اسلامي امارت د فرهنګی کمېسیون غړی محمد عاکف مهاجر سلام‌ وطندار ته وویل چې د لوګر ولایت په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د اسلامي امارت پوځیانو ته لارښوونه شوې چې د بې اسنادو او یو کیلي موټرو د تګ راتګ مخنیوی دې وکړي.

مهاجر زیاته کړه چې تر ډېره په امنیتي او جنايي پېښو کې بې اسناده او یو کیلي موټر ښکېل ثابت شوي او نور چاته اجازه نه ورکول کېږي چې له هغو ګټه واخلي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د بې اسناده موټرو له ګرځولو ډډه وکړي او د سرغړونې په صورت کې د اسلامي امارت له لوري له قانوني چلند سره مخ کېږي.

هغه زیاته کړه، «زمونږ خپل مجاهدین ته اجازه نشته چې دوي دې په بې اسناده او یا هم یو کیلي موټرو کې وګرځي او که چیرې کوم مجاهد یا مسؤل ګرځي، باید د امنیه قوماندانۍ مکتوب له ځان سره ولري، کنه اجازه نه ورکول کیږي او عام خلک خو بیخي نشي کولای چې بې اسناده او یو کیلي موټر وګرځوي، ولس دې په دې اړه بیخي تشویش نه کوي. »

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوګر ولایت امنیتي مسوولان وایي، دوی داسې شکایتونه تر لاسه کړي وو چې له یو کیلي او بې اسناده موټرو په ګټې اخیستنې سره غلاوې او یرغمل نیونې کېږي، نو ځکه یې د دې موټرو په ګرځېدو د بندیز پرېکړه کړې ده.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام