د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د جمهوریت له سقوط سره سم په دغه ولایت کې د سلګونو پروژو کار په ټپه درېدلی او له ګڼو ستونزو مخ دي. دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې په لوګر کې د بیارغاونې پر ځنډېدلو پروژو کار پیل او نیمګړې یې هم بشپړې کړي.

د لوګر اوسېدونکي خیرالله او محمداجان وایي، هغه پروژې چې د لارو پخېدل، د اوبو څاګانو کیندل، د کرنیزو کانالونو اېستل او ځینې نورې په‌کې شاملې دي، د خلکو لپاره ګټورې تمامې شوي او په اوینا یې، ژرترژره باید بېرته پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په لوګر کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت اړوند د ولسي تړون پروګرام مسوول حمیدالله وایي، د نړیوال بانک د مرستو له بندیدو وروسته په لوګر کې د ۲۷۰ پروژو کار درېدلی چې له کبله یې شاوخوا ۳۶۰۰ کسان وزګار شوي دي. هغه وايي، که نړیوال بانک د پخوا په شان د بیارغاونې لپاره اسلامي امارت ته بودیجه ورکړي، دوی به پر نیمګړو پروژو کار بیا پیل کړي.

د لوګر والي محمدعلي جان احمد سلام‌وطندار ته ویلي چې ډېر ژر به په ټپه ولاړو پروژو کار پيل او وزګاره کسانو ته به هم د کار اسانتیاوې برابرې کړي. هغه ډاډ ورکوي چې په ټولو برخو کې به د ولس ستونزې حل کړي او د خیریه موسسو او ادارو فعالیت ته به هم لاره هواره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لوګر اوسېدونکي داسې مهال له طالبانو پر اقتصادي پروژو د کار پیلولو غوښتنه کوي چې ګڼ‌شمېر کسان د وزګارتیا له امله پر قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته تللي یا هم روان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام