له پیسو ډکو بیکونو سره د غني تېښته؛ ساتونکی یې کره سندونه لري

د برېټانیې ډیلي مېل ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ساتونکی عطا شریفي چې د حکومت د سقوط پر مهال نه دی بریالی شوی له غني سره یوځای له هېواد بهر ووځي او اوس چې یې په افغانستان کې یوه خوندي ځای کې ځان پټ کړی وایي، داسې سندونه لري چې ولسمشر له پیسو ډکو بیکونو سره تښتېدلی دی.

متقاعدان له اسلامي امارت نه معاشونه غواړي

یوشمېر متقاعدانو نن په کابل کې د یوې اعتراضي غونډې پر مهال وویل، که څه هم د تقاعد حقونو د ورکړې له مودې څخه یې څو میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه یې نه دي ترلاسه کړي.
دوی وايي، څو ځله د تقاعد خزینې اړوند ریاست ته ورغلي، خو هغوی ورته ویلي چې د دې ادارې د نوي رییس تر ټاکل کېدو پورې یې چارې نه پیلېږي. یو متقاعد قاسم سادات وايي، د طالبانو له راتګ وروسته څو ځله دغه ریاست ته ورغلي، خو مثبت ځواب یې نه دی ورکړی.

لوګریان: طالبان دې د بیارغونې سلګونو پروژو چارې بېرته پیل کړي

د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د جمهوریت له سقوط سره سم په دغه ولایت کې د سلګونو پروژو کار په ټپه درېدلی او له ګڼو ستونزو مخ دي. د لوګر اوسېدونکي خیرالله او محمداجان وایي، هغه پروژې چې د لارو پخېدل، د اوبو څاګانو کیندل، د کرنیزو کانالونو اېستل او ځینې نورې په‌کې شاملې دي، د خلکو لپاره ګټورې تمامې شوي او په اوینا یې، ژرترژره باید بېرته پیل شي.

هرات کې د ۱۰۰ تولیدي کارخونو فعالیتونه درېدلي

د هرات صنعتي ښار ګوټي که د «کابل فولاد» کارخونې مسوول عصمت‌الله وردګ وایي چې دغه کارخونه یې ۱۲ کاله وړاندې جوړه کړې او ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه یې پرې کړې. عصمت‌الله وردګ وایي چې هېواد کې د وروستیو بدلونونو، د بانکونو تړل پاتې کېدو، د خامو موادو نه‌شتون او په کارخونه کې د تولید شویو مواد نه خرڅلاو لامل شوی چې د یادې کارخونې فعالیتونه په ټپه ودرېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دوو میاشتو کې ۱۸۶ ټنه روغتیايي تجهیزات افغانستان ته را لېږلي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې لږترلږه ۱۸۶ مټریک ټنه روغتیايي تجهیزات افغانستان ته لېږلي دي. دغه سازمان نن پر خپل ټویټر لیکلي چې دا مرستې یې د اګېسټ میاشتې له وروستیو تر اوسه د نهو الوتنو له لارې افغانستان ته لېږلې دي.