د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې لږترلږه ۱۸۶ مټریک ټنه روغتیايي تجهیزات افغانستان ته لېږلي دي. دغه سازمان نن پر خپل ټویټر لیکلي چې دا مرستې یې د اګېسټ میاشتې له وروستیو تر اوسه د نهو الوتنو له لارې افغانستان ته لېږلې دي.
درمل او نور اړین روغتیايي توکي په دغو مرستو کې شاملېږي چې د هېواد بېلابېلو برخو کې روغتیايي مرکزونو ته لېږل شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، یادې مرستې په افغانستان کې د دوهنیم میلیونه کسانو لپاره بسنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس تر دې وړاندې د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه افغانستان ته راغلی و او د افغان روغتیايي نظام د ګډوډېدو مخنیوي لپاره یې د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې وه.