یوشمېر متقاعدانو نن په کابل کې د یوې اعتراضي غونډې پر مهال وویل، که څه هم د تقاعد حقونو د ورکړې له مودې څخه یې څو میاشتې تېرېږي، خو د دغې ادارې د کار درېدو له کبله یې نه دي ترلاسه کړي.

دوی وايي، څو ځله د تقاعد خزینې اړوند ریاست ته ورغلي، خو هغوی ورته ویلي چې د دې ادارې د نوي رییس تر ټاکل کېدو پورې یې چارې نه پیلېږي.

یو متقاعد قاسم سادات وايي، د طالبانو له راتګ وروسته ده او نور متقاعدان له پلازمېنې او ولایتونو څخه د متقاعدانو اړوندې ادارې ته ورغلي، خو په وینا یې، دې ادارې ځواب ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو بل متقاعد نورالله وايي، اسلامي امارت دې ژرترژره نه یوازې د یادې ادارې رییس وټاکي، بلکې د دوی حقونه او امتیازونه دې هم ورکړي.

بي‌بي مریم چې څو میاشتې د خپل خاوند د تقاعد پیسو پسې ګرځي وايي، له اوو میاشتو راهیسې یې یادې پیسې نه دي اخیستي. د هغې په خبره، د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو له کبله یې د کور وسایل پلورلي دي.

نوموړې زیاتوي چې کور یې په کرایه نیولی او بچیان ور له غاړې دي او که طالبان یې د خاوند د تقاعد پیسې ور نه کړي، د خپلو بچیانو پلورلو ته به اړ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند ذبېح‌الله مجاهد مرستیال بلال کریمي وايي چې ډېر ژر به د تقاعد خزینې ریاست کارونه پیل او د متقاعدانو حقونه به ورکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې متقاعدان د خپلو حقونو ترلاسه کولو پر مهال له خنډونو سره مخ کېږي، بلکې هغوی د تېر حکومت له کمزورتیا هم ناخوښه وو او څو ځله یې د معاشونو د ورکړې ځنډولو له کبله لاریونونه او اعتراضونه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام