د پوهنتونونو یو‌شمېر استادان او د پخواني حکومت د وزارت خونو کارکوونکي وايي چې د اسلامي امارت چارواکو له دوی غوښتي چې بېرته خپلو دندو ته وروګرځي، خو د پوهنتونونو استادان او کارکوونکي وايي چې اسلامي امارت کارځای ته د ورګرځېدو لپاره نوي قوانین جوړ کړي دي.

د دوی په خبره، د استاد او کارکوونکو میاشتیني معاشونه د اړونده ادارو د چارواکو له لوري را کم شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مومند د یوه وزارت کارکوونکی دی، هغه ادعا کوي چې د اسلامي امارت د نوې پرېکړې پر اساس، په پخواني حکومت کې د شاوخوا ۲۲۰۰۰ افغانیو میاشتنی معاش یې ۶۰۰۰ افغانیو ته راټیټ شوی دی.

هغه همداراز وايي، د میاشتني معاش د کموالي ترڅنګ، دوی ته ویل شوي چې پیسې به یې د څو میاشتو په ځنډ سره ورکړل شي.

په همدې حال کې عبیدالله د کابل د دولتي پوهنتونونو یو استاد دی. هغه سلام‌وطندار ته وویل، د لوړو زده کړو وزارت چارواکو له استادانو غوښتي، هغه مهال دې خپلو دندو ته ور وګرځي چې په ۵۰۰۰ افغانۍ هوکړه وکړي.

هغه همداراز وايي، ښځینه استادانو ته د دې اجازه نه ده ورکړل شوې چې پوهنتون ته داخلې شي.

د بلخ پوهنتون استادان هم همدا ادعا لري، دوی وايي، که چېرته دا طرحه عملي شي اړ کېږي، تدریس پرېږدي او ځان ته بله دنده ولټوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پوهنتونونو استادان او د دولتي ادارو کارکوونکي وايي، اسلامي امارت په داسې حال کې د دوی د معاش کچه راکمه کړې چې د کابل او ولایتونونو په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې د پام وړ لوړې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام