وروسته له هغې چې محمداشرف غني له هېواده ووت او طالبانو پر افغانستان ولکه خپله کړه، په ټول هېواد کې د دولتي ادارو فعالیتونه په ټپه ودرېدل چې له امله یې د مخکیني حکومت کارکوونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

په بغلان ولایت کې د ملکي خدمتونو یو‌شمېر کارکوونکي وایي چې هېواد کې د رامنځ ته شوي وضعیت له امله وزګار شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی زیاتوي چې دوه میاشتې کېږي، معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي او اوس په ناسم اقتصادي وضعیت کې دي.

خان‌علي چې د یوې ۶کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه برابرونکی دی وایي چې دوی په ورځ کې یوازې یو وخت ډوډۍ خوري. نوموړی زیاتوي، بې‌برخلیکي، د روان وضعیت دوام او د خپلو ماشومانو ناڅرګنده راتلونکې هغه له ګڼو روحي ستونزو سره مخ کړی دی.

دا یوازې خان‌علي نه دی چې ستونزې لري، بلکې د نوموړي په شان ډېر داسې کسان په دغه ولایت او نورو ولایتونو کې په تمه دي چې د وضعیت په ښه کېدو سره به بېرته خپلو دندو ته ورګرځي.

په همدې حال کې د مخکیني حکومت یو بل کارکوونکی دین‌محمد وایي چې د مخکیني حکومت له سقوط وروسته په بغلان ولایت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

له دې سره هم‌مهاله، د پلخمري ښار اوسېدونکي وایي، وزګارتیا او بې‌وزلي په دغه ښار کې خپل اوج ته رسېدلې او له طالبانو غواړي چې د بازار وضعیت کنټرول کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا طالب چارواکي وايي چې دوی د مخکیني حکومت ټول کارکوونکو ته عمومي بښنه اعلان کړې او دغه کارکوونکي کولای شي چې خپلو دندو ته بېرته وروګرځي.

وموغوښتل په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره-سره بریالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام