د ا.ا د واکمنۍ شپږو میاشتو کې د مخکیني حکومت ۵۰۰ نظامیان لا‌درکه او وژل شوي

 د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه تازه څېړنیز راپور پایلې ښيي چې ا.ا د خپل حکومت په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخکیني حکومت شاوخوا ۵۰۰ امنیتي ځواکونه او کارکوونکي وژلي او یا یې برمته کړي دي. په راپور کې راغلي، د ا.ا له لوري د ټول‌بښنې اعلان د «دروغو ادعا» وه او د مخکیني حکومت د پوځیانو لپاره په لومه کې د راګېرولو په موخه استفاده شوې ده.

برادر: اسلامي امارت د مخکیني نظام په چارواکو نه بدناموو

د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه ویلي چې اسلامي امارت په خپل نظام کې د مخکیني حکومت د چارواکو د شاملولو لپاره  هوډ نه لري او دغه کسان به د نوي نظام د بدنامۍ لامل شي.