د لوګر اوسېدونکي: شخصي درملتونونه په لوړه بیه، خو بې‌کیفیته درمل پلوري

د لوګر د مرکز پل‌علم او ځینو لرو پرتو ولسوالیو ناروغان او ناروغ‌لرونکي شکایت کوي چې شخصي درملتونونه پرې بې‌کیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې پل‌علم ښار او د ولسوالیو شخصي درملتونونو کې درملو ته په خپل سر نرخونه ټاکل کېږي او د لوګر د عامې روغتیا ریاست ته په‌‌کار ده چې په بازارونو کې د درملو کیفیت او نرخونه په بشپړ ډول کنټرول کړي

د کابل اوسېدونکي: هټۍ‌وال په لوړه بیه توکي پلوري؛ ښاروالي: ۱۵۰هټۍ مو تړلي

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیې له لوړېدو څخه شکایت کوي او له کابل ښاروالي غواړي چې د خوراکي توکو پر هټیو څار او کنټرول ولري.

دوی سلام‌وطندار ته وویل چې هټۍ‌وال په خپل‌سري توګه په لوړ قیمت توکي پلوري چې ګڼ‌شمېر کورنۍ یې د پېرلو توان نه‌لري.

ختیځو ولایتونو کې د بې‌کیفیته درملو پلور؛ ناروغان: درمل خورو، خو اغېز نه‌لري

د ختیځو ولایتونو یو‌شمېر اوسېدونکي دغه ولایتونو کې د بې‌کیفیته درملو د پلور په اړه د اندېښنو په څرګندولو سره وايي چې درمل خوري، خو بې‌اغېزې دي.

د ننګرهار ولایتي روغتون ته يوشمېر راغلي ناروغان وايي، د دغه ولایت په درملتونو کې د درملو کيفیت کم او نرخونه يې خورا لوړ دي.

هرات کې ښوونکي د خپلو معاشونو غوښتنه کوي

نن په هرات کې ګڼو ښوونکو په یوې اعتراضیه غونډه کې د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه. دوی وایي چې له څلورو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د استادانو او د وزارت خونو د کارکوونکو معاشونه راټیټ شوي

د پوهنتونونو یو‌شمېر استادان او د پخواني حکومت د وزارت خونو کارکوونکي وايي چې د اسلامي امارت چارواکو له دوی غوښتي چې بېرته خپلو دندو ته وروګرځي. خو د پوهنتونونو استادان او کارکوونکي وايي چې اسلامي امارت کارځای ته د ورګرځېدو لپاره نوي قوانین جوړ کړي دي.