د استادانو او د وزارت خونو د کارکوونکو معاشونه راټیټ شوي

د پوهنتونونو یو‌شمېر استادان او د پخواني حکومت د وزارت خونو کارکوونکي وايي چې د اسلامي امارت چارواکو له دوی غوښتي چې بېرته خپلو دندو ته وروګرځي. خو د پوهنتونونو استادان او کارکوونکي وايي چې اسلامي امارت کارځای ته د ورګرځېدو لپاره نوي قوانین جوړ کړي دي.

طالبان نړیوالو ته: داسې ملاتړ وکړئ چې افغانان کډوالۍ ته اړ نه شي

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي پرون د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او له پلاوي سره یې په کابل کې لیدلي دي. نعیم زیاته کړې چې امیرخان متقي په دغه لیدنه کې ویلي چې غواړي افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړي او طالبانو په دې برخه کې هر راز مرستو ته چمتو دی.

غور کې د شري ناروغۍ له امله ۲۱ ماشومان مړه شوي

د غور روغتیايي مسوولان په دغه ولایت کې د شري ناروغي په پراخه توګه له خپرېدو اندېښنه څرګندوي او وایي چې دغه ناروغي په ماشومانو کې له دې امله زیاته شوې چې دغه ولایت کې د واکسین پروګرام په سمه توګه نه دی پلی شوی.

د کونړ د ځنګلونو وهل او قاچاق؛ طالبان یې باید مخه ونیسي

سره له دې چې له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو د کونړ د ځنګلونو وهل کېدو او قاچاق په تړاو اندېښنې مطرح کېږي، د کونړ یو‌شمېر اوسېدونکي هم وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلونو وهل دوام لري او له طالبانو غواړي چې مخه یې ونیسي. د کونړ اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د ځنګلونو د وهلو او د قاچاق مخینوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.