قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي پرون د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او له پلاوي سره یې په کابل کې لیدلي دي.

 د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند دغه خبره په خپل ټویټرپاڼه کې کړې او لیکلي یې دي چې د دواړو لوریو په دې لیدنه کې د بشري مرستو، د کورنیو بې‌ځایه شویو او له هېواد څخه د افغان کډوالو په اړه خبرې اترې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعیم زیاته کړې چې امیرخان متقي په دغه لیدنه کې ویلي چې غواړي افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړي او طالبانو په دې برخه کې هر راز مرستو ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې چې همداوس خپلو سیمو ته د داخلي بې‌ځایه شویو  د بېرته لېږد چارې روانې دي او له ژمي وړاندې به دغه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ولېږدول شي.



متقي په دې برخه کې له ملګرو ملتونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه: «نړیوال ټولنه باید د افغانستان له حکومت څخه د ملاتړ داسې فضا رامنځ ته کړي چې نور افغانان له هېواده کډوالۍ ته اړ نه شي. بلکې هغه کسان چې له افغانستان څخه وتلي، د هڅونې او ښه وضعیت په لیدو سره بېرته افغانستان ته راوګرځي.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه چې افغان کډوالو ته د ښه ژوند برابرولو او امنیت ته ژمن دي او دا خپل مسوولیت ګڼي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د افغانستان له نیولو سره هم‌‌مهاله سلګونه زره افغانان له هېواده ووتل. له دې سره افغانستان په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې نږدې ۶میلیونه افغان کډوال لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام