سره له دې چې له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو د کونړ د ځنګلونو وهل کېدو او قاچاق په تړاو اندېښنې مطرح کېږي، د کونړ یو‌شمېر اوسېدونکي هم وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلونو وهل او د لرګیو قاچاق دوام لري او له طالبانو غواړي چې مخه یې ونیسي.

دوی وايي، په تېر کې یې هم د ځنګلونو وهلو په تړاو د هغه مهال چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې وې، خو څنګه چې اړینه وه، د مخنیوي لپاره یې اقدامات ونه‌شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کونړ اوسېدونکي له طالب چارواکو غواړي چې د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د قاچاق مخینوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د کونړ ځايي اوسېدونکي وایي، له دې وړاندې یې هم اړوند چارواکو ته د کونړ د لرګیو د قاچاق په اړه مستند اسناد سپارلي او پراخ لاریونونه کړي، خو په وینا یې، چا یې غږ نه دی اورېدلی او د دغې ملي شتمنۍ د خوندي ساتلو لپاره یې هڅې بې پایلې وې.‎

دوی همداراز د کونړ پر ولسونو هم غږ کوي چې د دغې ملي شتمنۍ لپاره دې سره یوځای شي او د ځنګلونو د پرې کولو او قاچاق کوونکو پر وړاندې دې ودرېږي چې له یوه پلوه به د دوی ځنګلونه خوندي وي او له بل پلوه به له نوي حکومت سره چې ډېر امکانات نه لري، مرسته شوې وي.

په ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې داسې اندېښنې هم مطرح شوي چې د کونړ ځنګلونه د پاکستان په مرسته وهل کېږي او دغه هېواد ته په غیرې قانوني توګه قاچاق کېږي.

خو د کونړ چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې د ځنګلونو وهل او د لرګیو قاچاق بند کړی.

د کونړ والي قاري محمد عثمان ترابي وایي، تر هغې وروسته چې طالبان واک ته رسیدلي، په خپل سري توګه يې د ځنګلونو په قطع کولو او قاچاق بندیز لګولی او هېڅ څوک نه‌شي کولای، د کونړ لرګي نورو سیمو ته ولېږدوي.

هغه زیاته کړه: «موږ ته د لرګیو د ازادېدو او له یو ځایه بل ځای ته د لېږد په موخه ډېر عارض راخي  او خلک غوښتنه کوي؛ خو موږ هغه عرضي هم نه اخلو هغه مو بندې کړي. په کونړ کې په قطعي صورت په غرونو او سمه کې لرګي بند دی.»

په همدې حال کې نوموړی وایي، څو ورځې وړاندې یې له دوه کسانو سره په ډاډسن موټر کې بار یوه اندازه لرګي چې قاچاق کېدل هم نیولي دي. هغه وايي چې دوی د ځنګلونو د ساتنې لپاره جدي کار کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د حکومت له اقداماتو سره-سره د ځنګلونو په ساتنه کې ولسي ونډه هم مهه بللي کېږي او باور دا دی، که ځایي اوسېدونکي د قومي تړون له مخې د ځنګلونو په وهلو او قاچاق بندیز ولګوي، نو دغه ملي شتمني خوندي پاتې کېدای شي.

د مالوماتو له مخې د کونړ په دوه سوه زره هکټاره غرنیو سیمو کې ځنګلونه شته خو تېر کې یې، یوه برخه وهل شوې او لرګي یې په کور دننه د بېلایبلو ولایتونو سربېره بهر ته هم قاچاق شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام