د ا.ا ویاند ذ.بېحالله م.جاهد د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسینامیر عبداللهیان د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي، افغانستان دې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي وايي، دغه هېواد باید افغانانو ته لا ډېر فرصت ورکړي او هغوی په زوره را ونه باسي.
نوموړی وايي، ا.ا هڅه کوي چې په نورو هېوادونو کې مېشت افغانان وهڅوي، څو بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي. هغه له ایران څخه هم غواړي چې د افغان کډوالو د را اېستلو لپاره د هڅونې سیاست غوره کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«ا.ا غواړي چې افغان کډوال په عزت او خونديتوب سره هېواد ته راوګرځي، خو د هڅونې او منظمو تګلارو له لارې. د افغان کډوالو پر وړاندې دې ناقانونه ګامونه نه اخیستل کېږي او هغوی دې اېستلو ته نه اړ اېستل کېږي، خو باید وخت ورکړل شي چې ورو ور راشي. فشار او هغه اقدامات چې د دوو هېوادونو اړیکې زیانمنوي، نه غواړو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسینامیر عبداللهیان تېره ورځ په سویس کې د کډوالو په اړه یوې غونډې ته ویلي چې افغان کډوال د ایران عمومي ګټو، په ځانګړې توګه د روغتیا او ښوونې لپاره یوه جدي ننګونه ده او د افغان کډوالو مسله تر هغې نه حل کېږي، څو خپل هېواد ته نهوي ګرځول شوي.
هغه د دې ستونزې د حل اصلي مسوولیت د ا.ا پر غاړه ور اچولی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دې برخه کې له افغانستان سره اغېزناکه همکاري وکړي.
بلهخوا په ایران کې یوشمېر مېشت افغانان ایران د کډوالو ضد هېواد بولي او وايي، افغان کډوالو ته ان په درملتونونو کې درمل هم نه ورکول کېږي. په ایران کې مېشتو دوو افغانانو ارکداش او حفیظ عرب سلاموطندار ته ویلي:
«نن کار ته را روان وم چې ناڅاپه له دوو افغانانو سره مخامخ شوم. ویل یې چې ان ناروغان شوو، درملتون ته ورځو، راته وايي چې د اقامې کارت نه لرئ، پاسپورټ نه لرئ او د بیمې کارت نه لرئ؛ ویل یې ورور مې ناروغ و، په ډېرې سختۍ مې درمل وپېرل.» «د افغانانو د نیول کېدو په اړه شرایط ښه نهدي. په ټوله کې له بده مرغه د کډوالو لپاره شرایط ښه نهدي. د ایران خاوره د افغانانو ضد او د کډوالو ضد ګرځېدلې ده.»
د یادونې ده چې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ په کابل کې د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر ستونزو بحث او خبرې کړې دي.