د اسلامي امارت مسوولانو نن « کب ۲۰مه» د تاریخي، ملي او فرهنګي اثارو د ساتنې ورځ او د افغان هنرمندانو د لاسي صنایعو نندارتون د پرانیستلو نمانځنه وکړه. جوړو شویو مراسمو ته د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ذبیح‌الله مجاهد وویل، د افغانستان لرغوني اثار د هېواد د هویت، فرهنګ او ملي ارزښتونو ښکارندوی دی.

ښاغلي مجاهد له بهرنیو بنسټونو څخه وغوښتل چې د هېواد د لرغونو اثارو په ساتنه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. د هغه په وینا، اسلامي امارت د لروغونو اثارو ساتنې ته ژمن دی او هېچاته به اجازه ورنکړي چې دغه اثار قاچاق کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وایي: « د افغانستان اسلامي امارت ژمنه کوي چې د هېواد د ټولو اثارو څخه ساتتنه کوي، او هڅه کوي چې د تاریخي او لرغونو اثارو یوه برخه هم تخریب او ضایع نه شي. دغه‌راز، هېچاته اجازه نه ورکول کېږي چې اثار استخراج کړي یا یې انتقال کړي او یا هم په دې برخه کې کوم ناقانونه کار وشي.»

دې مراسمو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین عتیق‌الله عزیزي وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت په راتلو سره د لروغونو اثارو د کیندنې او قاچاق مخه نیول شوې. عزیزي د هېواد د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره ژمنه وکړه.

په دې مراسمو کې د افغانستان د ملي موزیم د مسوولانو له خوا د هېواد د هنرمندانو د هنري او لاسي صنایعو یو نندارتون هم پرانیستل شو. د یادونې وړ ده چې په افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو سره هېواد کې د لرغونو اثارو د قاچاق په اړه اندېښنې زیاتې شوي او زیات شمېر فرهنګیان نورو هېوادونو ته د دغو لرغونو اثارو د خرڅلاو په اړه اندېښمن دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام