د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق « افغانستان انټرنیشنل» شبکې سره تازه مرکه کې له خپلو پلویانو غوښتي چې خپلو سوله‌ییزو مبارزو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې، اوس مهال له اسلامي امارت سره د جګړې کوم پلان نه لري.

محقق له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د ټول‌شموله حکومت جوړول چې د دوحې هوکړه‌لیک یوه برخه ده، عملي کړي. هغه ویلي: « په افغانستان کې دننه خپلې سوله‌ییزې مبارزې ته دوام ورکړئ. موږ د اوس لپاره د جګړې پلان نه لرو. [ اسلامي امارت] ته زموږ مشوره دا ده چې جنجال دې نه کوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي سلام وطندار سره خبرو کې د محمد محقق د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او له سیاسي مشرانو څخه یې وغوښتل چې د اسلامي امارت سره په همکاری دې د افغانستان شته ستونزې حل کړي.

هغه د پسرلي په رارسېدو سره د کورنیو جګړو او لانجو د پیل په اړه د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې وویل اوس مهال په عملي ډول جګړه نشته او هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي.

په همدې حال کې یوشمېر سیاسي شنونکي د محمد محقق څرګندونو په غبرګون کې وايي چې اوس مهال له افغانستان څخه د جګړې لمن ټوله شوې او خلک هم له جګړې څخه ستومانه دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی محمود اضطرابي وایي، محقق دا درک کړی چې نور خلک د پوپولیست او عوام فریبه رهبرانو تر شاه نه درېږي. د هغه په وینا، د پسرلي موسم په رارسېدو سره به په افغانستان کې جګړه نه پیلېږي. اضطرابي وايي؛ لوېدیځ اوس مهال د اوکراین او په سیمه‌ییزې جګړې کې را ګیر دي او د افغانستان جګړه کې به پانګونه ونه کړي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو، زیات شمېر سیاسي او قومي مشران له هغې ډلې عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عطامحمد نور، کریم خلیلي او نورو مشرانو افغانستان یې پرېښود او نورو هېوادونو ته وتښتېدل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام