د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مارچ اتمې، د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې ټولو ښځو ته د دغې ورځې مبارکي ورکړې. دغه وزارت ټینګار کړی چې افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو ښځو ته زیان رسولی او هغوی یې زیانمنې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي چې اسلامي امارت ژمن دی، ترڅو د افغان ښځو ستونزو ته لاسرسی وکړي او هغوی ته د اسلام دین او د هېواد د منل شویو دودونو او ارزښتونو په مطابق، د باعزته ژوند زمینه برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي، نړۍ داسې مهال د ښځو نړیواله ورځ نمانځي چې افغان ښځې او نجونې خپلو بشپړو حقونو څخه بې‌برخې دي او ظلم او تاوتریخوالي سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې مسووله یمیني میشرا وايي، تېرو شپږو میاشتو کې اسلامي امارت په محدودونکو سیاستونو سره، د ښځو د ګرځېدو او بیان ازادي سخته محدوده کړې او زده‌کړو او کار ته یې د نجونو لاسرسی کمزوری کړی دی. هغې زیاته کړې: «اسلامي امارت په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض ته مخه کړې او تېرو شپږو میاشتو کې یې، تېرو دوو لسیزو کې د ښځو لاسته راوړنې له منځه وړي دي.»

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې اسلامي امارت واک ته تر رسېدو وروسته، د ښځو چارو وزارت او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون منحل کړی دی. د دغه سازمان په وینا، اسلامي امارت همدارنګه دولتي ادارو او غیردولتي سازمانونو کې د ښځو د کار کولو مخه نیولې او ښوونې او روزنې ته یې د درې میلیون نجونو د لاسرسي مخنیوی کړی دی. د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې دغه ځپونکي اقدامات، د بشري حقونو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ورته وخت کې، افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، د هغوی حقونه او فرصتونو ته لاسرسی له ننګونو سره مخ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام