Asset 1SWN

دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته؛ د ا.ا د ګډون چمتووالی ناڅرګند دی

ارګ-1-qh4t0ug5d0w8zpuzqw0kf5dgyphx3j3rl4mxyuzzbc

په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو په کوربه‌توب د دوحې غونډه راتلونکې اوونۍ جوړېږي؛ خو دغه سازمان لاهم د دې غونډې د وروستي جوړښت او اجنډا په اړه جزییات نه‌دي ورکړي.

که څه هم د دې غونډې اجنډا تراوسه روښانه نه ده، خو ګومان کېږي چې افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو او د اسلامي امارت له لوري بشري حقونو ته په درناوي بحث او خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت ادعا کوي چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا او افغانستان کې د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي‌اوغلو له‌خوا لږ تر لږه دوه ځلې دوی ته د دوحې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو تراوسه یې یاده غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نه‌دی ښودلی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام وطندار ته وویل، د دوحې غونډه کې د ګډون په اړه د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل: «زه فکر کوم چې اوسني حکومت استازي په‌کې ګډون ونه‌کړي، ځکه ځینې مناسبتونه دي او له همدې امله دې ناستې ځان څنډې ته کړي. بیا هم هیله‌مند یم چې دوی دې ناسته کې ګډون وکړي.»

د راپورونو له مخې، سیمه او نړۍ کې د دوحې د راتلونکې غونډې د څرنګوالي په اړه بحثونه دوام لري. بروکسل کې د ملګروملتونو استازولۍ اعلان کړی چې راتلونکو ورځو کې به د دوحې د جوړېدونکې غونډې په اړه د بحث لپاره د لسو هېوادونو د استازو کوربه وي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د دوحې غونډې په اړه د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه هم روانه اوونۍ یوه غونډه وکړي.

د چارو یوشمېر کارپوهان تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د تېرو غونډو پایلو او د افغانستان په اړه د ځینو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو شتون ته په اشارې، د دوحې د ناستې عملي پایلو ته ډېر خوشبینه نه دي.

د افغان ملت د پیوستون جریان مشر محمدزلمی افغانیار پوپل وویل: «ملګروملتونو دېرې ناستې وکړي، خو ګټه یې نه‌لرله، دې ناسته  کې څوک ګډون لري؟ ایا د افغانستان رښتیني استازي؟ یا هغوی چې شل کاله یې حکومت کړی او اوس نورو هېوادونو کې دي او هغوی هر مورد قبلوي. دا ناسته د روسیې، چین، امریکا، فرانسې او انګلستان سربېره د امنیت شورا غړي استازي مدیریتوي، څو چې دا هېوادونه هوکړې ته ونه‌رسېږي، دا ناستې ګټه نه‌لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دوحې لومړۍ غونډه د تېر ۲۰۲۳کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه چې په‌کې له اسلامي امارت سره د نړیوالو د تعامل څرنګوالی یې له اساسي مسایلو څخه وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام