Asset 1SWN

لوګر کې د سیرت‌النبي سیالي ترسره شوه

۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷

د لوګر  اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ» په همکاري د ولایت په کچه د سیرت‌النبي (ص) ستره سیالۍ ترسره شوه.

د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل چې دغه سیالي د پل‌علم ښار په ورزشي سټېډیوم کې په شفافه توګه واخیستل شوه چې په‌کې د مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو شاوخوا ۱۷سوه کسانو چې ډېری یې د ښوونځيو، دیني مدرسو زده‌کوونکي او د پوهنتون محصلین دي، ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صمیم زیاته کړه، «د یادې سیالي له جوړېدو څخه یې موخه په دیني او عصري برخه کې د ځوانانو د معلوماتو زیاتوالی، د نبي کریم (ص) سیرت او اخلاقو په اړه د ځوانانو معلوماتو زیاتوالی، مطالعې ته د ځوانانو رابلل او همدارنګه د ځوانانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول دي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه چې له دې وړاندې هم د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ځوانانو ترمنځ ورته ۱۶سیالي جوړې شوي دي.

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو امر محمدجواد سلام‌وطندار ته وویل، په راتلوونکې یوه اوونۍ کې به د یادې ازموینې پایلې اعلان شي او یادې ازموینې لومړی مقام ګټونکی به حج عمرې ته ولېږل شي او پاتې ۵۰ مخکښ ګډونوالو ته به د کمپیوټر ترڅنګ، قلمي قرآن شریفونه، مبایلونه او کتابونه د ډالیو په توګه ووېشل شي.

نوموړی زیاتوي، په پام کې ده چې ورته سیالي د لوګر په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم جوړې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په محمداغې ولسوالي کې د نبي کریم (ص) د سیرت ازموینه اخیستل شوې چې شاوخوا زرو کسانو په‌کې ګډون کړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام