Asset 1SWN

لوګر کې نږدې ۱۴۰۰ زده‌کوونکي له سواد زده‌کړو فارغ شول

لوګر-سواد زده‌ړکړې

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې سږ کال د مرکز پل‌علم په ګډون د پنځه ولسوالیو د سواد زده‌کړې له ۷۴ ټولګیو څخه ۱۳۷۰ زده‌کوونکي فارغ شول.

د یاد ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته وویل چې دغه زده‌کوونکي د پوهنې وزارت له لوري د سواد زده‌کړې پروګرام له جوړو شویو کورسونو څخه په مرکز پل‌علم، محمداغې، خوښۍ، بره‌کي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې فارغ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عرب په وینا، یادو کسانو ته د نهو میاشتو په موده کې د سواد زده‌کړې په جوړو شویو ۷۴ ټولګیو کې د سواد زده‌کړې ورکړل شوي چې په‌کې ۷۱۴ نارینه او ۶۵۶ښځینه زده‌کوونکي شامل دي.

نوموړی زیاتوي چې فاروغیو شویو کسانو ته د درېیم ټولګي معادل اسناد هم ورکړل شوي دي چې دوی خپل ځانونه د زده‌کړو د دوام په موخه په ښوونځیو کې شامل کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر پوهنې ریاست تېره اوونۍ هم د (یونېسکو) په مالي ملاتړ ۱۰۲۴ نور کسان د سواد‌ زده‌کړې له کورسونو څخه فارغ کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام