Asset 1SWN

د لوګر برښنا ریاست ۲۷۰ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

لوګر-برښنا

 د لوګر برښنا ریاست چارواکي وایي چې په تېرو اتلس میاشتو کې د برښنا له درکه شاوخوا ۲۷۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د دغه ولایت برښنا ریاست رییس محمدفهیم منصور سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د برښنا ریاست عواید ډېر شوي او په تېرو اتلس میاشتو کې ۲۷۰ میلیونه افغانۍ او په تېرو لس میاشتو کې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه،  تازه یې د پل‌علم ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند ۳۲۳۳ کورنیو ته د برښنا، یو فازه، دوه فازه او درې فازه مېټرونه فعاله کړي او یادې کورنۍ عملا له برښنا ګټه اخلي.

منصور وویل: «په تېرو څو میاشتو کې مو له پرلپسې هڅو سره سره زرګونه کورنیو ته برښنا وېشلې، زرګونه د برښنا مېټرونه مو فعاله کړي او همدارنګه مو د محمداغې ولسوالي د کورنیو چارو وزارت د ۳۳۳ ځانګړو پولیسو قطعې ته هم برښنا وصل کړې.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ویلو ده چې د اوزبکستان واریداتي برښنا یوازې پل‌علم ښار او محمداغې ولسوالي اوسېدونکو ته وړرکړل شوې او په پام کې ده چې مرکز ته څېرمه بره‌کي برک او محمداغې ولسوالیو زرګونه کورنیو ته هم ووېشل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام