د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د «اډا» موسسې له لارې په غزني کې څلورو روغتونونو او ۹۶ کلینیکونو ته د لمریزې برښنا وسایل برابر کړي دي.

غزني کې د «اډا» موسسې مسووله سمین نیک‌فر سلام‌وطندار ته وویل چې په دغو وسایلو کې ۶۴۳ سولري دړې یا تختې، ۱۰۱ انوارټر، ۳۸۰ بیټرۍ، د برښنا ۲۳۰ فېلټرونه او د پخلنځي ۷۵۲ کېټونه شامل دي.

پر دغو وسایلو له ۲۰ میلیونه ډېرې افغانۍ لګښت راغلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نېک‌فر په وینا، د دغه سېسټم په فعالولو سره به د غزني د ټولو روغتیايي مرکزونو د اوبو او برښنا د کمښت ستونزه حل شي.

غزني کې د برکات کلینیک مسوول علي‌احمد سلطاني وايي، په لمریزې برښنا د کلینیکونو سمبالېدو یې د اوبو او برښنا د کمښت ستونزه حل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری دولتي روغتونونه د اوبو او برښنا له کمښت سره مخامخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام