د برښنا خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې په بدخشان کې د شورابک برښنا بند چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دوی په وینا، د دغه بند له پرانېستې وروسته به د دغه ولایت له ۱۵ زره ډېرو کورنیو ته برښنا ورسېږي.
د برښنا خدمتونو د تنظیم ادارې ویاند احمدسیر نېکزاد سلاموطندار ته ویلي چې د بدخشان شورابک بند له شپږکلن کار وروسته د ۴۵ میلیونه یورو په مالي لګښت د فیکا په نوم د یوه ترکي شرکت له لوري جوړ شوی دی. هغه زیاتوي، د یاد بند لګښت المان ورکړی دی.
د نېکزاد په خبره، یاد بند له فیضاباد ښار نه ۷ کیلومتره لرې دی او پر کوکچې سیند جوړ شوی، درې توربینونه ورته په پام کې نیول شوي او د ۷،۶۸ مېګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري.
د برښنا خدمتونو د تنظیم ادارې ویاند وايي، ټاکل شوې یاد بند ډېر ژر د ولسمشر محمداشرف غني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې څو ځله د دغه بند د رغاونې چارې د ناامنیو په ګډون، د بېلابېلو لاملونو له کبله درېدلې وې.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په نیمروز کې د کمال خان بند چارې هم بشپړې او د ولسمشر غني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.