د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره یا یونیسف روان کال افغانستان کې پر سختې خوراځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو شمېر زیاتېدو څخه خبر ورکوي.

یونیسف نن (پنجشنبه د کب په پنځمه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د ټول افغانستان په سطحه تر پنځو کلونو کم‌عمره ۳.۲ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ ځوریږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بنسټ زیاته کړې چې د تغذیې سلاکارانو او د ګرځنده روغتیايي ټیمونو شمېر په زیاتولو او د لا زیاتو صحي خوراکي توکو په راوړلو سره هڅه کوي چې د خوراخواکۍ د زیاتېدو مخنیوی وکړي.

تر دې وړاندې د ژغورنې نړیوالې کمیټې افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیاتېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې وه او هېواد کې یې د بشري بحران د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی وو.

دغې کمیټې له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د افغانانو لپاره د خوړو، درملو او پیسو برابرولو لپاره هرڅه ژر حل‌لارې وپلټي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ، افغانستان کې اوسمهال تر پنځو کلونو کم‌عمره څه باندې درې میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې، بې‌کاري او بې‌وزلۍ ډېره زیاته شوې او زیاتره خلک ان نه‌شي کولی د خپل ژوند لومړني لګښتونه تامین کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام