د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ملاتړي ادارې یا «یونیسف» اعلان کړی چې د بریټانیا په مالي مرسته یې په دایکندي ولایت کې پر څه باندې ۶۰۰۰ کورنیو بېړنۍ نغدي مرستې وېشلې دي.

یونیسف نن په یوه ټویټ پیغام کې ویلي چې دا مرسته یې په روغتونونو کې روغتیايي خدمتونو ته د میندوارو مېرمنو د لاسرسي په موخه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یونیسف په وینا، له یادو مرستو څخه یې موخه دا ده چې مېندواره ښځې له زېږون مخکې او په روغتون کې له زېږون وروسته وکولای شي، د خپلو اولادونو د ساتنې او واکسین لپاره مالي اړتیاوې برابرې کړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق «UNFPA» ویلي و چې افغانستان په اسیا کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري. دغې ادارې ویلي و، افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زېږون او میندوارۍ پرمهال د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق همداراز زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو زېږونونو پرمهال، ۶۳۸ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې په اسیا کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغې ادارې خبرداری ورکړی و، که افغانستان کې د مېندو روغتیايي وضعیت ته پر وخت رسېدنه ونه‌ شي، وضعیت به نور هم د ترینګلتیا پر لورې لاړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام