د ښځو یوشمېر بنسټونو د «سولې او امنیت لپاره د ښځو نوښت» په نوم یو اېتلاف پرانېسته. دغه اېتلاف له ۱۵ بنسټونو چې په کابل او ولایتونو کې فعالیت کوي، جوړ شوی دی.
د کلید ګروپ رییسه نجیبه ایوبي وايي، د دغه اېتلاف د جوړېدو موخه د سولې پروسه کې د ښځو د ګډون په اړه ډاډ ترلاسه کول او د مدني ټولنو په ډله کې د هغو بنسټونو ګډ کار دی چې د ښځو له لوري یې مشري کوي.
هغې چې په همدې اړه یوې جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، په امنیتي او د سولې برخه کې د ښځو کم رول، د ښځو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ کمزورتیا او د هغو لرېوالی لامل شو چې دغه بنسټونه یو اېتلاف جوړ کړي.
هغه وايي، ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او غږ یې باید له یوه واحد ادرس نه د مذاکراتو دواړو لوریو ته ورسول شي. نوموړې زیاتوي، د خلکو سترګې سیاستوالو ته دي او هغوی باید د سولې پروسې په اړه د خلکو ته غږ ته سم ځواب ورکړي.
نجیبه ایوبي وايي، افغانان د سولې خبرو له دواړو لوریو غواړي چې د سولې مذاکراتو مېز ته حاضر شي او د خلکو غوښتنه ومني، څو په هېواد کې تلپاتې سوله راشي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکینۍ رییسه سیما سمر وايي، هره ټولنه چې د انساني کرامت ساتنه او بشري حقونه غواړي، د مدني ټولنې موجودیت اړین دی.
د هغې په خبره، مدني ټولنه د خلکو او دولت ترمنځ د یوه پل په څېر دی او که په یوه ولسواکه ټولنه کې پیاوړې شي، د خلکو ژوند هم ورسره ښه کېږي.
نوموړې زیاتوي، خلک باید د سولې بهیر کې فعال حضور ولري او که لرې شي، دا پروسه به هم ناکامه او تېروتنه وي.
د دې غونډې ګډونوال وايي، په دوحه کې د سولې لومړي پړاو خبرو یوه لاسته راوړنه د مذاکراتو مېز ته د دواړو لوریو کېناستل وو او په وینا یې، د سولې دویم پړاو خبرې هم باید ژرترژره پیل شي.
د سولې دویم پړاو خبرو له پیل نه ۳۲ ورځې تېرېږي، خو شاوخوا درې اوونۍ کېږي چې دا بهیر په بشپړ ډول درېدلی؛ ځکه د طالب ډلې مرکچیانو د سولې خبرواترو مېز پرېښی او پر بهرنیو سفرونو بوخت دي.