Asset 1SWN

دوستم: طالبانو نويو جنګي تجهیزاتو او بې‌پيلوټه الوتکو ته لاس‌رسی پيدا کړی

DSC_0106-p302c9pmu83kgbcuaq7vn5z3evln1e9m8bovsxfq88

د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی مرستيال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبانو د تاوتريخوالي ډېروالي لپاره نويو جنګي تجهیزاتو او بې‌پيلوټه الوتکو ته لاس‌رسی پيدا کړی دی.

مارشال عبدالرشید دوستم چې نن يې شبرغان کې د امیر علي‌شېر نوايي او ظهیرالدین محمدبابر کاليزې په وياړ جوړه شوې غونډه کې وينا کوله وويل، طالبان د تاوتريخوالي او هدفي وژنو په زياتولو سره نه‌شي کولای اسلامي امارت حاکم کړي او باید له راغلي فرصته سمه ګټه واخلي.

د مارشال دوستم په وينا، طالبانو له القاعده سره خپلې اړيکې ساتلې دي او تاوتريخوالی يې ډېر کړی دی.

نوموړی زياتوي، اوس مهال د اسامه بن‌لادن لمسی نصرالدین، د سراج‌الدین حقاني زوی سیف‌الدین حقاني، د فارياب غورماچ ولسوالۍ بالامرغاب کې د طاهر يولداش مرستيال جمعه‌بای او په بدخشان کې د طاهر يولداش لور بي‌بي مکرمه فعاليت کوي.

دوستم وايي، طالبان د الوتکو غورځولو لپاره د نويو جنګي تجهيزاتو په لټه کې دي. د نوموړي په وينا، طالبانو په دې وروستيو کې سرپل ولايت کې بې‌پيلوټه الوتکو ته لاس‌رسی پيدا کړی او دولتي تاسیسات په نښه کوي. د ولسمشر د پخواني مرستيال په وينا، له هغه جمهوري نظامه ملاتړ کوي کوم چې د خلکو په خوښې او ارادې جوړ شوی دی او د جمهوري نظام پر خلاف چې هر ډول ګواښ موجود وي، درېږي.

مارشال دوستم د حزب اسلامي د مشر گلبدین حکمتیار د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ودرېد او ويې ويل، د ده په موجوديت کې به څوک د دې توان ونه‌لري چې ارګ دې کلابند کړي.

نوموړی ټيڼګار کوي چې د هر ډول ستونزې په رامنځته کېدو به له جمهوريته او اوسني نظامه دفاع لپاره له خپلو ۴زره سرتېرو سره کابل ته راورسېږي او حکمتیار ته به اجاز ورنه‌کړي چې د کابل نظم او ارامي له منځه يوسي.

دوستم په خپلو خبرو کې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه امر وکړ چې د طالبانو پر وړاندې رحم ونه‌کړي او د هر بريد ځواب يې ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام