دوستم: طالبانو نويو جنګي تجهیزاتو او بې‌پيلوټه الوتکو ته لاس‌رسی پيدا کړی

د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی مرستيال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبانو د تاوتريخوالي ډېروالي لپاره نويو جنګي تجهیزاتو او بې‌پيلوټه الوتکو ته لاس‌رسی پيدا کړی دی.

مارشال عبدالرشید دوستم چې نن يې شبرغان کې د امیر علي‌شېر نوايي او ظهیرالدین محمدبابر…

کابل کې معترضان: حکومت د هدفي وژنو دوسيو په اړه څېړنې ځنډوي

د کابل لسګونو اوسېدونکيو نن د ولسي جرګې تالار مخې ته د هدفي وژنو له زياتوالي په اندېښنې په يوه اعتراضيه راټولېدنه کې دولت په کم‌کارۍ تورن کړ او ويې ويل، یو شمېر دیني عالمان، خبریالان او مدني فعالان په مرموزه توګه وژل کېږي او دولت يې  د دوسيو څېړلو کې ځنډ کوي.

ناټو د تلپاتې سولې تر راتلو د افغانستان ملاتړ کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې تلپاتې او دوامداره سوله را نه شي، ناټو به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه نن او سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې جوړه شي.

له افغانستان سره د نړیوال بانک ۹۷،۵ میلیونه ډالره وړیا مرسته

د نړیوال بانک مدیره پلاوي پرون له افغانستان سره د دغه بانک ۹۷،۵ میلیونه ډالره وړیا مرسته تصویب کړې ده.
دا پیسې به د نړیوالې پرمختیايي ادارې له لوري د وچکالۍ او د کورونا ویروس له کبله د خوراکي خوندیتوب په موخه د افغانستان په کلیو کې ولګول شي.
نړیوال بانک ویلي چې د دغو مرستو یوه برخه به په افغانستان کې د وچکالۍ اغېزو د ژر مخنیوي په برخه کې ولګول شي.